اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې بلوچستان د دوه ګاونډي هېوادونو او د ګوادر بندر ځايې له امله تجارت لپاره زياته مناسبه سيمه ده٬ په بلوچستان كښې صنعتي انقلاب پېل كولو له به بشپړه هڅې كولې شي۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ په كوئته كښې د چېمبر آف كامرس پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې بلوچستان سره تعلق لرونكو مهمو كاروباري شخصياتو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل بلوچستان نه يوازې په پاكستان كښې د رقبې لحاظ سره تر ټولو لويه صوبه بلكې د دوه ګاونډي هېوادونو ګاونډي كېدو او د ګوادر بندر ځايې له امله تجارت لپاره زياته مناسبه سيمه هم ده۔ ده ووئيل د معدنياتو زياتو پنګې او كركيلې لپاره د زياتې پراخا زمكې لرلو له امله بلوچستان بايد د صنعتونو مركز ګرځولې شوې وې۔ ده ووئيل نګران حكومت به په خپله لنډه موده كښې بشپړه هڅې كوي دغسې چې بلوچستان كښې صنعتي انقلاب پېل شي۔ ده ووئيل خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل څخه بلوچستان ته زياته ګټه رسولو له به په زړه پورې هڅې كولې شي۔ پلاوي وزيراعظم په بلوچستان كښې كاروباري ورورولۍ ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم پلاوي ته باور وركړو چې د هغوي مسئلې به حل كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Railways transport 25,054 tons per day from Karachi
-
MWMC to purchase vehicle tracking & monitoring system for transparency
-
Sarwar proposes reserved seats in assemblies for overseas Pakistanis
-
Ease of doing business, innovative strategies essential for sustainable business in country: President
-
Govt to file reference in SC for interpretation of Article 63-A: Fawad
-
Work starts for Gwadar 1.2 MGD water desalination plant
-
NCSW committed to ensuring women empowerment: Nilofar
-
PM to perform groundbreaking of Rawalpindi Ring Road project today
-
Tree plantation drive to benefit upcoming generations
-
Govt to face no confidence motion with dignity: FM
-
Police review security at NADRA mega centre
-
China becomes main export destination for Pakistani pine nut