اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) اليكشن كمېشن د قومي اسمبلۍ په يوه او د صوبائي اسمبليو دوه نشستونو په بيلو پولنګ سټېشنونو د بيا پولنګ كولو پرېكړه كړې ده٬ پولنګ به د فرورۍ په 15 مه نېټه كولې شي۔ د خالي په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا په جاري شوي بيان كښې د الېكشن كمېشن وياند وئيلي دي چې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے ۔88 خوشاب۔2، د سندھ اسمبلۍ پی اېس۔18 ګھوټکی۔1 او د پی کے 90 کوهاټ۔1 خېبر پښتونخوا په ځينو پولنګ سټېشنونو كښې د پولنګ مېټریل په زور د اخستو يا د دې د ضايع كېدو پېښې له امله په اړوندو پولنګ سټېشنونو د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو هدايات جاري كړې شوي دي او د دې حلقو د نتيجو اعلان به هم په دغه ورځ د پولنګ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو كولے شي۔ وياند وئيلي چې كمېشن د اېن اے 88 خوشاب 2 په حلقه كښې د 26 پولنګ سټېشنونو د پولننګ ميټريل د آر او په دفتر كښې د سوزول كېدو له امله په دغه پولنګ سټېشنونو كښې د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو امر كړے دے۔ دغسې كمېشن د سندھ اسمبلۍ پی اېس۔18 ګھوټکی۔1 او د پی کے 90 کوهاټ۔1 خېبر پښتونخوا په ځينو پولنګ سټېشنونو كښې د پولنګ مېټریل په زور د اخستو يا د دې د ضايع كېدو له امله په اړوندو پولنګ سټېشنونو د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو هدايات جاري كړي دي۔ كمېشن د اېن اے242 کراچۍ په يو پولنګ سټېشن د رامخې ته شوې ناوړه پېښې شكايت په ترلاسه كېدو ريجنل الېكشن كمشنر ته د پېښې د پلټنيو كولو او د دې په اړه درې ورځې كښې كمېشن ته د رپورټ وړاندېكولو هدايت كړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Jacinda Ardern pays glowing tribute to late Benazir
-
Youm-e-Takbir: PM Shehbaz stresses upon unity to attain economic sovereignty
-
Lumpy skin awareness campaign continues in South Punjab
-
Motorcyclists to have petrol card: PPP leader
-
Justice continues to elude families of Shopian rape and murder victims
-
President rejects FBR’s all 25 representations
-
PM leaves for three-day visit to Turkey today
-
5-year-old boy kidnapped for ransom recovered
-
Pak-China cooperation on nanotechnology to revolutionize production technologies
-
CTD arrests terrorist involved in Railway track blasts
-
Yasin Malik shifted to isolated cell in jail
-
IGP takes note of man’s killing