اسلام آباد۔22اپریل (اے پی پی) د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاکټر سید ابراهيم رئیسی د پاکستان په درې ورځنۍ سرکاری دورہ اسلام آباد ته راورسيد، په نورخان ایئربیس وفاقی وزیر میاں ریاض حسین پیرزادہ او نورو چارواكو ده ته تود هركلے ووے٬ په دې موقعه ماشومانو په روايتي انداز كښې ايراني صدر ته ګلونه وړاندې كړل۔ د خپلې دورې په مهال به ايرانے صدر ، صدر مملکت آصف علی زرداری ،وزیراعظم شهباز شریف ، د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا گیلانی او د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ملاقاتونه كوي۔ د صدر ابراهيم رئیسی د پاكستان دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه د خبرو اترو دور هم كيږي۔ وزيراعظم هاؤس ته د تشريف راوړلو په مهال به ايراني صدر ته ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔ ایرانے صدر او وزيراعظم به د وزيراعظم هاؤس په سبزه زار كښې د ارتھ ډے مناسبت سره اونې هم لګوي۔ دواړه لارښود به د پاكستان او ايران ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ دواړه لارښود به د اسلام آباد يوې سترې لارې ته د ايران ايونيو نامه وركولو په دستوره كښې ګډون او په ګډه پرېس ټاك هم كوي۔ كوي۔ وزیراعظم به د ایرانی صدر او د ده د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا كوي۔ ايرانې صدر به لاهور او كراچۍ ته هم ځي چرته به چې هغه صوبائي مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ فریقین به د پاك ايران اړيكو مضبوطولو ٬ تجارت ٬ تړون ٬ توان ٬ كركيلې او د اولسي رابطو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ پراخا ايجنډا لري۔ دوئي به په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت اود ترهګرۍ په مشتركه خطره قابو موندلو له په دوه اړخيزه مرسته خبرې هم كوي۔ پاكستان او ايران يو بل سره په تاريخ ٬ كلتور او مذهب اډانه لرونكې اړيكې لري۔ دا دوره به د پاك ايران اړيكو لا مستحكمولو لپاره يوه مهمه موقعه رامخې ته كړي۔
متعلقہ مضامین
-
CII expresses concerns on IHC’s decisions about marriage age
-
SC disposes of contempt petition against Sheikh Rashid
-
NA acknowledges Sweet Homes services for making orphans useful citizens
-
Money laundering case lodged to ‘divert attention from Punjab budget’
-
Punjab govt presented people-friendly budget despite odds: Leghari
-
CM visits Services Hospital to enquire about health of Daniyal Aziz
-
Collective efforts vital to save world from drought, ensure food security: President
-
Noor Alam criticizes Imran for signing unfair deal with IMF
-
Earthquake tremors felt in Islamabad, Parts of KP, Punjab provinces
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
IG Prisons visits Haripur Jail
-
Imran has turned deaf ear to teachers’ protest: Ikhtiar Wali