اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او سوئيلي كوريا ترمېنځه په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې ژورې رابطې دي، پاکستان د سوئيلي كوريا صنعت، په كوچنۍ كچه د صنعتونو ودې٬ آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې تجربې څخه استفاده كول غواړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د سوئيلي كوريا سفير پارك كي جون سره كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ په دې موقع سفير د سوئيلي كوريا مشرانو لخوا په دوېم ځل په وزيراعظم جوړېدو شبهاز شريف له مباركي هم وركړه۔ شهباز شريف د سوئيلي كوريا قيادت لخوا د مباركۍ په پېغام د دوي مننه كولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او سوئيلي كوريا ترمېنځه اړيكې په خاص توګه د تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګه كښې ژورې دي۔ دواړو د كال 1960 پېل راهسې اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته پېل كړې۔ وزيراعظم د سوئيلي كوريا په معيشت كښې د جديد ټېكنالوجۍ د لارې د ځانګړي بدلون ستائنه وكړه۔ ده زياته كړه چې پاکستان د سوئيلي كوريا صنعت، په كوچنۍ كچه د صنعتونو ودې٬ آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې تجربې څخه استفاده كول غواړي۔ وزيراعظم د کوريا د بشري وسائلو ضرورتونه ترسره كولو لپاره پاکستان څخه د هنر مند افرادي قوت په برامد كولو كښې د اضافې وړاندېز او د دسيئول او اسلام آباد ترمېنځه د تجارتي پلاويو د تبادلې تجويز هم وړاندې كړو۔ په دې لړ كښې وزيراعظم ووئيل زه به د كابينې اړوند وزيرانو ته د كوريا د كمپنو لخوا موجوده سرمايه كارۍ سره سره نوې موقعې لټولو لپاره كوريا سره د همكارۍ پېدا كولو امر كوم۔ وزيراعظم صدر يون سك يول ته د پاکستان د سركاري دورې بلنه هم وركړه۔ د سوئيلي كوريا سفير د وزيراعظم مننه وكړه او د کوريا حکومت پاکستان سره د شريكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې په خاص توګه تجارت٬ سرمايه کارۍ، آئي ټي، كلتور، سېلګرۍ او په اولسې رابطو كښې مرسته زياتولو كښې يۍ خپله خوښي ښكاره كړه
متعلقہ مضامین
-
سوئيلي آسياء كښې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خدماتو ته سلام وړاندې كوٶ
-
وزیراعظم عمران خان د قطر خپل همڅنګ شېخ عبداللہ بن نصر خلیفه الثاني سره وليدل
-
وفاقي کابينې بلوچستان او وزيرستان كښې د پاك پوځ لسو شهيدانو او پېنډۍ كښې د تربيې الوتكې پېښه كښې شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړه
-
د اېف بي آ ر لخوا د اېمپورټډ موبائل او سېټلائټ فون فکسډ سېلز ټيکس تفصيلات جاري شول
-
وزیراعظم عمران خان سره د موسمی بدلون سلاحكار ملك امېن اسلم وليدل، د ”كلین اینډ ګرین پاكستان” كمپائن په پیشرفت د خیالاتو څرګندونه
-
خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره د سعودی عرب د اطلاعات او خپرونو وزیر تركی بن عبدالله الشبانه وليدل
-
تحریك عدم اعتماد په ناکامۍ غور له د مسلم لیګ (ن) سناتورانو غونډه
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د قومي سلامتيا كمېټې غونډه٬ د كشميريانو د خپلواكې د حق غږ تر پښو لاندې كولو لپاره د هند د جارحانه اقداماتو سخته غندنه
-
د وزيراعظم عمران خان په شكرپړياں كښې د اونو نالولو كمپائن په لړ كښې دستورې ته وېنا
-
د وزیراعظم عمران خان د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب
-
هند کشميريان پخپل وطن كښې اقليت جوړول غواړي
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه٬وزيراعظم وسله وال ځواك ته د چمتو پاتې كېدو سپارښتنه