اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان خپل ورور هېواد تركيه سره تجارت، سرمايه کارۍ او د تکنيکي مرستې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو له عزم لري۔ ده دا خبره د شورو په ورځ پاکستان كښې د ترکيه سفير ډاکټر مهمت پکاسي سره د مخه ښې په ملاقات كښې كړې۔ په ملاقات كښې د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو په بېلا بېلو اړخونو رڼا واچولې شوه۔ وفاقي وزير د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د موده ترسره كونكي سفير د خدمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې د مشتركه اقدارو او كلتور عكاسې دي۔ ده د تركيه د تجارت وزير په مشرۍ كښې د تجارتي پلاوي د پاكستان د اوسنۍ دورې حواله وركولو سره ووئيل د دې دورې په مهال د توان، زراعت، بنيادي ډھانچې او د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې نوې لارو لټولو له مرسته تر لاسه شوې۔ په دې موقع د تركيه سفير په پاکستان كښې د خپلې مودې په مهال د حکومت لخوا د مرستي او ملاتړ ستائنه وكړه۔ د خزانې وزير موده ترسره كونكي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې ھغه به د دواړو هېوادونو تل پاتې دوستۍ لپاره خپل كردار دوامدار ساتي٬ دوي مشتركه هدفونه ترلاسه كولو لپاره د كار روان ساتلو د عزم هم پخلے وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
CHE directorate to be renamed, HQ shifted to Karachi
-
PACRA maintains Entity, Additional Tier 1 TFC and TFC-II ratings of Soneri Bank
-
Sherry calls for activating Pak-UAE MoU between Pakistan, UAE on environment
-
Cases against two student groups involved in clash at Urdu University
-
Arid Agriculture University awards 4, 715 degrees at 23rd convocation
-
Sherry alerts authorities for timely GLOF mitigation measures in Northern Areas
-
Sindh CM takes a ride in People’s Bus Service
-
Three killed in separate road accidents
-
Funds for higher education despite financial constraints: Baligh
-
PM directs mechanism to reduce Metro Bus fares for public
-
UN urges Taliban to follow other Muslim states on women’s rights