اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب د نجی څانګي په قیادت كښې د پرمختګ په اړه د حکومت د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي حکومت د بدلون ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔ده دا خبره د نهې په ورځ د کان کني او سیمنټ صنعتونو لپاره د انجینئرنګ او آلات وركوونكې نوموړې ادارې اېف ایل سمډتھ ګلوبل سي اي او میکو کیټو سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د ډنمارك سفیر جیکوب لینولف،د کمپنۍ نور عهدیدار او فنانس ډویژن سینئر چارواكي هم موجود وو۔د خزاني وزير د نجي څانګې په قیادت كښې د پرمختك ماډل ترلاسه كولو له د پاکستان په سټریټجکي بدلون زور راوړو ۔ ده ووئيل د دې مقصد بيلو څانګو كښې كوټلې اقتصادی پرمختګ باوري كول دي۔ده د توان او بجلۍ په څانګو كښې كوټلي اصلاحات، دسرکاري ادارو د نجکارۍ، ټیکس نظام او د اولسي خرڅونو تنظیم نو په صورت كښې د حکومت په روانو هڅو هم رڼا واچوله۔ سینیټر اورنګزیب د نجی څانګي په قیادت كښې د پرمختګ لپاره آسانيو وركولو له د حکومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل حکومت کاروبار او سرمایه كارۍ لپاره ښه ماحول پیدا کولو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د سټيټس کو مرسته کوونكو مزاحمت باوجود مونږ د بدلون ایجنډا مخ په وړاندې بوتللو له لوظي يو، بايد نجی څانګه د دې رهنمائي وكړي۔ اېف ایل سمډتھ د پاكستان حکومت د اړخه مرسته وستائېله او په هېواد كښې د کمپنۍ په زياتو شوو هلو څلو ئې رڼا واچوله۔ده ووئيل کمپنی د پاکستان د کان کني څانګه كښې خپل کردار زياتوي چې له امله ئې ځائې ویلیو ایډېشن او د ټیکسونو شراکت كښې زياتوالي سره سره ځائې وګړو له د روزګار موقعې راپیدا شوې۔د خزاني وزير پلاوي له باور وركړو چې پاکستان د غیر ملکی سرمایه كارو لپاره ښه ماحول وركولو له لوظي دے۔ډلو د پاکستان او ډنمارك ترمينځه اقتصادی اړيكو لا قوي كولو او په خاص توګه د کان کنی او سیمنټ صنعتونو مرستي زياتولو له د قوي عزم څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Dadu under water; death toll from floods crosses 1,200
-
IMF’s report on fiscal problems of Pakistan
-
286 students get degrees at NUML convocation
-
MIPD holds excellence awards ceremony
-
Don’t turn me into a cornered tiger
-
Floods: Cut made in Manchar Lake to save Sehwan and Dadu
-
Balochistan CM thanks PM for support to flood-hit areas
-
Media role to save Pakistani youth from harmful tobacco products emphasized
-
RSS zealot admits to getting terrorist training
-
IMARAT Group collaborates with Pak Army for flood relief drive
-
Pakistanis express solidarity with IIOJK people on Defence Day
-
Japan keens to invest in Pakistan’s Railways, Aviation sector: Envoy