اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچه د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د استوګنې نوې ځايونه جوړولو ګامونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي هند ددې ډول د غندنې وړ ګامونو سره خپل ناوړه مقاصد ترلاسه كولې نه شي۔ مقبوضه کشمیر كښې د آبادۍ تناسب كښې بدلون كولو له هند چې په مقبوضه كشمير كښې د اسرائيل په ډول ګامونه پورته كوي ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هند د دې د غندنې وړ ګامونو نوټس واخلي۔ د مقبوضه كشمير غېرتمند اولس به ددې په نره مقابله كوي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل د هند لخوا سره ددې ظلم او زياتي د كشميريانو پاكستان سره تړون لا زيات شوې او نن د كشمير درېم نسل هم د خپلو پلار نيك نه هم زيات د پاكستان سره د خپل تړون څرګندونه كوي او په دې لړ كښې د مقبوضه كشمير په لارو كوڅو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ دې ووئيل وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د خپلو ذاتي ګټو څخه بهر وتلو سره كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې دخپلواكۍ حق وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
Fawad concerned over frequent criminal incidents in Sindh
-
Balochistan forests deplete under nose of forest dept
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
Govt committed to GB development: Tarin
-
Pakistan has largest youth force for development
-
Time ripe for Pak-China logistic cooperation
-
COMSTECH to celebrate World Science Day
-
IHC grants 15 day protective bail to Asif Zardari
-
Yasmin inaugurates corona vaccination centre
-
FM reassures Pakistan’s support to Azerbaijan
-
LHC orders forensic report in case against Akbar Bugti’s widow
-
Pakistani UN envoy echoes PM Imran Khan’s call for helping crisis-hit Afghanistan