پېښور 08 اګست( اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان پي کے 9 سوات څخه د صوبائي اسمبلۍ ټاكلې غړې محمود خان د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ نامزد كړے دے ٬ په دې لړ كښې د پي ټي آئي د مركزي ميډيا سېل انچارج افتخاردرانی په باقاعدہ توګه تصدیق كړې ۔ د يادونې وړ ده محمود خان په كال 2005 كښې يوسي ناظم هم پاتې شوې ٬ د صوبې په تاريخ كښې د مالاكنډ ډويژن څخه په وړومبني ځل د اعلې وزير نامه رامخې ته شوې ۔ د 46 كلنه محمود خان تعلق د خېبر پښتونخوا د سوات ضلعې څځه دے او په تېر دور كښې د لوبو٬ سېلګرۍ او كلتور صوبائي وزير پاتې شوې ٬ اپرېل كال 2014 كښې ده څخه وزارت بيرته واخستې شو خو په جولائي كال 2014 كښې بيا وزير جوړ كړې شو او د اېرګيشن څانګه ورته وسپارلې شوه ۔ محمود خان ته جنوری2016 كښې داخله وزارت او د قبائيلي چارو محكمه هم وركړې شوې او يو مياشت پس بيا په فروري كال 2016 كښې د لوبو٬ سېلګرۍ ٬ كلتور او عجاېب ګهر وزير جوړ كړې شوې ؤ۔ د محمود خان په پنځه كاله كښې سياسي كاركردګي غوره وه ھغوي غېر متنازعه شخصيت ٶ او هم دا وجه وه چې د ګوند چيئرمېن لخوا د اعلٰې زوير چوكۍ لپاره ونومولې شو۔ محمود خان 30 اکتوبر1972 كښې د سوات ضلعې په مټه تحصیل كښې زېږېدلې ٶ او په زراعت كښې ېې د اېم اېس سي سند ترلاسه كړې او په كال 2005 كښې د يوسي خريرئۍ تحصيل مټه ناظم هم ټاكلې شوے ؤ ۔ د يادونې وړ ده محمود خان حلقه كښې 25 زره 630 رائے ترلاسه كولو سره د اے اېن پي ايوب خان له ماتې وركړې ده۔ دا خبرې د ياونې ده د ټولټاكنو نه پس د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې لپاره د پروېز خټك٬ عاطف خان او سپيكر اسد قېصر نامې په يادېدلې خو عمران خان محمود خان ته په نورو كانديدانو ترجيح وركړه۔(ګ ل/ض ض/وس/2200)
متعلقہ مضامین
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
New Zealand put into bat by Scotland in T20 World Cup clash
-
Zahir Jaffer removed from courtroom after hurling obscenities at judge
-
Opposition to attend meeting of committee on national security
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
Karachi export industries ask for gas supply on priority basis
-
Diabetes to be part of curriculum: Faisal Sultan
-
AJK president briefs PM on his foreign visits to highlight Kashmir cause
-
Electoral rolls verification drive starts
-
Punjab records 6 deaths due to dengue fever, 456 new cases
-
Islamabad reports 32 new dengue cases and 2 deaths