اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) سېنېټ په ټول ټاكنو جوړې كړې د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ د درېم پېشرفت ٬ څارنې او تفتيشي راپور منظوري وركړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په تحريك بحث كښې غړو ووئيل په ټول ټاكنو كښی د ټګۍ په تورونو دې پارلماني كمېشن جوړ كړې شي او دې كښې دې د سېنېټ غړي هم شامل كړې شي۔ د سېنېټ غونډه كښې سناتور اے رحمان ملك تحريك وړاندې كړو چې په ټول ټاكنو 2018ء ايوان كښې وړاندې كړې شوې د قائمه كمېټۍ په درېم پېشرفت ٬ څارنې او تفتيشي راپور دې غور وكړې شي او دا دې منظور كړې شي۔ سناتور جاوېد عباسي په تحريك بحث كولو سره ووئيل په ټول ټاكنو كښې د ټګۍ په تورونو دې پارلماني كمېشن جوړ كړې شي۔ پارلماني كمېشن جوړولو سره دې د ټګۍ د تورونو پلټنې وكړې شي۔ ده غوښتنه وكړه د سېنېټ چيئرمېن دې په دې اړه رولنګ وركړي۔ سناتور رضا رباني ووئيل كومه كمېټي چې جوړه كړې شوې هغه د يو هاؤس كمېټي ده۔ د پارلمان نه ده۔ پارلماني كمېټي هغه وي كومه چې د دواړو ايوانونو په غړو مشتمله وي۔ ده ووئيل پارلماني رواياتو ته زيان رسولې شوې ۔ د كمېټۍ مشر يا د چيئرمېن يا سپيكر يا د ايوان مشر او د مخالفې ډلې مشر په صلا غوره كېدې شي يا كمېټي د خپل چيئرمېن ټاكلو اختيار لري او قامي اسمبلۍ دا اختيار وزيراعظم له وركړې دے۔ ده ووئيل د اولس مشر ټاكنه په 30 ورځو كښې ضروري وي۔ ده ووئېل الېكشن كمېشن د آئين خلاف ورزي كړې ده۔ د الېكشن كمېشن په ضد تحريك استحقاق هم راتللې شي۔ د آرټیکل 41 کلاز IV خلاف ورزی شوې ده۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan promoting interfaith harmony to ensure world peace
-
ECP issues notice on pleas challenging PHC order against LG polls
-
Family system to strengthen women empowerment: minister
-
PSMA rejects speculations regarding possible sugar shortage in country
-
Truck ran over three school children to death in Bahawalpur
-
No new taxes in upcoming mini-budget, assures Tarin
-
Nigar Johar becomes Pakistan’s first female Colonel Commandant of AMC
-
COVID-19: Pakistan records 7 deaths, 411 new infections in a day
-
Committee addresses 248 cases of expats
-
Induction of judges against vacant post in AJK HC discussed
-
New technology to help identify, remove ‘ghost employees’ from Railway: Swati
-
No one allowed to harm any group of minorities: Ashrafi