اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پارلماني چارو وزير ته د اړوندو وزارتونو افسرانو سره په غونډه كښې د ګډون كولو سپارښتنه كړې۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ غونډې په مهال سردار ایاز صادق د اعتراض په نكته ووئيل ما د سپيكر په حېث د سېكترانو او د وزيرانو د نشتوالي په ضد بائيكاټ كړې ٶ۔ ده سپيكر ته خواست وكرٶ چې ھغه د بېلا بېلو وزارتونو وزيرانو او چارواكو شتوالې باوري كړي ٬ سپيكر پارلماني وزير ته د جوائنټ سېكتر په كچه د افسر شتوالي باوري كولو امر وكرٶ۔ رانا تنویر ووئيل د رولز له مخې د وزارتونو اړوندو پوښتنو پحقله د وزارت سېكترانو شتوالې په په غونډه كښې پكار وي۔ په دې د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان باور وركړو چې په دې مسئله مونږ د رائيو اختلاف نه لرو۔ ده ووئيل د خزانې وزير اسد عمر د نېكټا په غونډه كښې ګډون كوي او په شلو دقيقو كښې به سېكتر يا دوهم سېكتر راشي ۔ سید خورشید شاہ ووئيل په ضمني مالياتي بل بحث كښې د خزانې وزير له په غونډه كښې شتوالې پكار دے بايد مونږ ټول د پارلمان سرلوړۍ لپاره كار وكړو۔ علي محمد خان ووئيل اوس مهال 5 وزيران په ايوان كښې موجود دي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan logs 315 fresh coronvirus cases in last 24 hours
-
Overseas Pakistanis to cast vote in 2023 elections: Fawad
-
Rising thefts, robberies in capital irk Senate panel
-
ECP constitutes committees to implement legislation on EVMs, I-Voting
-
Two soldiers martyred in Balochistan attack
-
Avenfield case, Maryam asks former CJP Nisar who ‘pressured’ him and whom he ‘could not resist.’
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
Pakistan to give nationality to foreigners living for seven years
-
MoIB sets up committee to probe ads disbursement during PML-N era
-
Hammad tells petrol dealers that govt will accept only legitimate demands
-
Pakistan to lock horns with Bangladesh in first test match today
-
CPNE rebukes Maryam’s unbosoming statement regarding advertisements