اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې دزيارت په ورځ د اعلیٰ كچې غونډه شوې چې پكښې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره د پارلماني كمېټې جوړولو چارو پحقله خبرې اترې شوې دي۔ په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري٬ سېنېټ كښې د حكومتې ډلې مشر سناتور شبلي فراز، سردار ایاز صادق ، سید خورشید احمد شاہ او فرخ حبیب ګډون وكړو۔ غونډه كښې سلا وشوه چې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره به كمېټي جوړولې شي چې پكښې به د غړٶ شمېره 24 وي او په كښې به دريو كښې دوه برخې د قامي اسمبلۍ د غړو او په دريو كښې يوه برخه به د سېنېټ د غړو وي۔ سېنټ به په ايوان كښې د موجود ګوندونو د پوزيشن په تناسب سره د غړو نامې وركوي او په قامي اسمبلۍ كښې هم په دغه تګلار عمل كولې شي
متعلقہ مضامین
-
TBTTP termed global success story at COP26: Zartaj
-
APHC deplores fresh coercion against Kashmiris
-
Chinese tech to help boost organic peach growing in Pakistan
-
PPP’s authoritarian approach threat to democracy: Haleem
-
Funds being spent for minorities’ welfare: Buzdar
-
E-commerce vital for job creation, economic growth, says PM
-
President upholds Mohtasib’s decision ordering credit of lost amount to fraud victim
-
Complete Nasla Tower demolition in a week: CJP
-
KP CM inaugurates up lift projects in Batagram
-
Work on FGEHA projects expedited to provide employees modern residential facilities
-
President to attend 15th ECO summit tomorrow
-
Sindh govt hands in gloves with mafias: Farrukh