اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي قامي سلامتيا او امن ته حكومت پام لرله كوي۔ پاكستان كښی د هزاريه پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو له ووكېشنل او ټيكنيكل ټرېننګ زيات مهم دے۔ د داخله وزارت ټولې څانګې به په دې لړ كښې هرډول ممكنه مرسته كوي۔ ناپوهۍ ٬ نااهلۍ او ذاتي ګټې مونږ د وسائلو د نړۍ محتاجه كړې يؤ۔ زمونږ هره يوه خبره په پاكستان پېل كېږي او هم په پاكستان ختمېږي۔ نړۍ سره د دوه اړخيزه احترام په بنياد د همكار په حېث وړاندې تلل غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د غېر سركاري تنظيم’’مسلم هېنډز‘‘ ترسېوري لاندې د ووکېشنل اېنډ ټیکنیکل ټرېننګ په سرخط سيمينار ته وكړه۔ ده ووئيل په سيمينار كښې ګډون كوؤنكو چې د تكنيكي تعليم او ووكېشنل ټرېننګ په اړه څه وئيلي دي هغه د وخت مهم ضرورت دے۔ د المان او چين په شمول نورو هېوادونو چې كوم پرمختګ كړې مونږ له به هغوي ته كتل وي چې دا پرمختګ څنګه شوې۔ ده ووئيل پرائمرۍ څخه تر لوړو زده كړو اهميت په خپل ځائې ولې د زلمو زيات نه زيات هنرمنده جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل كوم قام به چې افيوم خوړل نن د نړۍ ټول معيشتونه د هغوې محتاجه ده۔دغسې المان په اولني او دوهم لوئې جنګ كښې سترې تباهۍ سره مخ شوې ؤ ولې نن د هغوې پرمختګ ټوله نړۍ ګوته په خله كړې۔ دوهم وزير ووئېل دغسې د ملائيشيا مثال هم وركړې كېدې شي۔ شهريار آفريدي ووئيل د داخله وزات د انتظام لاندې 18 ادارې راځي۔ مونږ په دې خبره زور راوړو چې د دې ادارو د كار استعداد زيات كړې شي۔ ده ووئيل زما ايمان دے چې هر څه لوئې څښتن كوي او د دې ايمان په بنياد دا وايم چې مونږ به هېواد د قرض څخه خلاصوو۔ رياستي ادارو ته به آزادي وركوؤ او په نړۍ كښې به د پاكستانو وګړو احترام په ځائې كوؤ۔ ولې چې تر كومه پاكستانيانو ته عزت ترلاسه نه شي پاكستان به مخ په وړاندې لاړ نه شي۔۔ ده ووئيل د هېواد د ودانۍ 50 فيصده برخه د ځوانانو ده چې عمرونه ئې 35 كلونو نه كم دي۔مونږ له به د خپل زلمي كول صلاحيتونه ضائع كول نه بلكې د دغې نه استفاده كول وي۔ شهريار اپرېدې ووئيل د صنفي امتياز ختمولو او د زلمي كول د كار استعداد زياتولو او نړۍ څخه بې وسي ختمولو له غېر سركاري او نړيوالو تنظيمونو سره په ګډه كار كول غواړو او په دې لړ كښې مونږ د دغې تنظيمونو
متعلقہ مضامین
-
Pakistani skier determined to win hearts during Beijing Winter Olympics
-
Chiniot mines case: court seeks arguments on acquittal pleas of accused
-
Shehbaz Sharif mastermind of mega corruption of Rs16 billion: Farrukh
-
Court rejects bail of Rafiq Bhojani in fraud case for sixth time
-
Ashrafi for concerted efforts to promote int’l interfaith harmony
-
Saudi delegation visit to open new era of green diplomacy: Amin Aslam
-
Rehana Laghari for introducing e-parliamentary system
-
Marriyum owes apology to nation over remarks against PM: Buzdar
-
Bilawal opens solid waste project in Larkana
-
NESPAK signs long-term agreement with UNDP
-
Covid positivity rate in Pakistan still above 10%
-
Pakistan, China highlight policy initiatives for green transformation