بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ وئېلي دي چې چين پاكستان سره خپل تزويراتي شركت لا مستحكم كولو او د سي پېك د كار رفتار لا ګړندې كولو ته تيار دې۔د چائنا ورځپاڼې راپور له مخې د چين اولس مشر دا خبرې د بيجنګ په لوې عوامي هال كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال كړي دي۔ده د دواړو هېوادونو په شريكو اړيكو او په خاص توګه په دوستۍ رڼا اچولو سره ووئيل چې د پاكستان او چين اړيكې وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي او د نړيوال يا ځايې مشرانو بدلون سره په دې هېڅ آغېز نه كېږي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين شركت نه يوازې د د دواړو هېوادونو اولس لپاره ګټور دې بلكې دې سره په منطقه كښې د امن٬استحكام او پرمختګ په وده كښې هم مرسته كېږي۔د چين اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره د عمران خان هڅې وستائېلې۔ده ووئيل چې چين پاكستان سره خپلو سفارتي اړيكو ته اهميت وركوي او هغه د پاكستان تحفظ٬قامي خپلواكۍ٬آزادۍ او سيمه ايز تشخص په ځاې ساتلو لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل چې چين د پاكستان د نوي حكومت لخوا د حكمرانۍ بهترۍ لپاره د اقداماتو بشپړ ملاتړ كوي۔ده په تزويراتي رابطو٬د دواړو هېوادونو د پلاوو پرله پسې د تبادلې او د يو بل د حكومتونو د تجربو څخه د استفاده كولو په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د لسيزو د دوستۍ اړيكې تجارت٬سرمايه كارۍ او د سي پېك پروژو په وخت ترسره كولو سره لا مستحكم كولې شي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د روان جنګ پشمول د ملګرو ملتونو او د شنګهائي مرستې تنظيم په پليټ فارم شريكې حكمت عملۍ او د يو بل سره د مرستې په اقداماتو هم زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
Ashrafi to highlight Indian atrocities in Friday’s sermon
-
Minister inaugurates Rs8.1m water supply project
-
Another dengue case reported in Punjab
-
PM confident China visit to take bilateral ties to new heights
-
Latest facilities at Winter Olympics impress Pakistani ski player
-
Fungal conversion of chicken-feather waste into useful products
-
IIOJK people not to forget Pakistan’s unflinching support: Gilani
-
PM Imran Khan lands in Beijing for four-day visit
-
PHC Abbottabad bench suspends ban on construction in hilly areas
-
Senators see no durable peace in South Asia sans Kashmir issue’s resolution
-
Minister urges people to adopt healthy lifestyle against cancer
-
4 illegal crushing plants sealed