اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي اي سي او بلاك په جغرافيائي توګه لوئيديز او سوئيلي آسيا يو ځائې كوي۔ د دې غړي هېوادونه د قدرتي وسائلو بلها پنګې لري۔ پاكستان به د پائيدار اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ خپل مينځ كښې د مرستې او تجارت ودې لپاره د ټولو غړو سلا يوه ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې د اقتصادي مرستې تنظيم ورځې په اړه دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د اقتصادي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سفيرانو او استازو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د اقتصادي مرستې تنظيم ورځې په دستور ه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو سفيرانو او استازو ته هركلې وئيلو سره ووئيل پاكستان تېر كال په اولني ځل اي سي او ډے لمانځلې او اوس به مونږ دا ورځ هر كال لمانځو۔ ده ووئيل د اقتصادي مرستې تنظيم د ټولو غړو هېوادونو ترمينځھ د تړون او مرستې مهمه ذريعه ده۔ د دوه اړخيزه تجارت ودې له د رېل ٬ سترې لارې او بندر ځايونو سره سره د نوې ټېكنالوجي د لارې رابطې زياتېدې شي۔ ده ووئيل غړو هېوادونو له به په ګډه د نړيوالو مسئلو مخنيوي كول وي۔ ده ووئيل دا زمونږ د ګډې ذمه واري ده چې هغه مقاصد ترلاسه كړو كوم چې د اولنۍ ورځې څخه د اقتصادي مرستې تنظيم په بنيادي فرېم ورك كښې شامل دي۔ ضرورت ددې خبرې دې چې داسې ګامونه پورته كړې شي چې ورسره په بېله كچه د غړو هېوادونو اولس ترمينځھ رابطه او مرسته زياته كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل اي سي او بلاك په جغرافيائي توګه لوئيديز او سوئيلي آسيا يو ځائې كوي۔ د دې غړي هېوادونه د قدرتي وسائلو بلها پنګې لري۔ پاكستان به د پائيدار اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كوي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan known for world’s highest mountain peaks
-
Martyred soldiers nation’s pride: Alvi
-
Covid-19 ferocity grows as another 47 die
-
Senate refers four bills to committee
-
Qureshi asks opposition to support South Punjab constitution amendment
-
4th cycle of Khasadar & Levies training concludes in tribal districts
-
Usman Dar visits UBL
-
Constructive environment in offices for women stressed
-
Surge in auto sector’s sales reflects economic stability: Farrukh
-
FM Qureshi concerned over ministers’ performance evaluation criteria
-
President contacts martyrs’ families, pays tributes over Panjgur sacrifices
-
Govt urged to attend Global Disability Summit in Norway