اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې حكومت د تېل او ګاز د لټون او پېداوار پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د پراخا موقعو څخه د استفاده كولو په خاطر سرمايه كارو ته د سازګار فضاﺀ وركولو پوخ عزم لري دغسې پھ كاروبار كښې آسانې پیدا كولو او كاروباري ټولنې ته هر ډول ممكنه آسانې وركولو ته مو پام كړې۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د تېل او ګاز څانګې د اټاليا ملټي نېشنل كمپنۍ اي اېن آئي د مينځنۍ آسيا ريجن ايګزېكټو وائس پريذېډنټ لوكا وګناتي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې خپل پلاوي سره يوازې د وزيراعظم په دفتر كښې ده سره ملاقات وكړو۔د اي اېن آئي پاكستان منيجنګ ډائرېكټر اېنجيلو لګرون٬كامران اجمل ميا او شاهين چغتائي هم ده سره وو۔لوكا وګناتي وزيراعظم د كال 2000م څخه په هېواد كښې د تېل او ګاز لټون او پیداوار په اړه د خپلې كمپنۍ د چارو نه خبر كړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې اي اېن آئي په داسې سيمو كښې د ځايې آبادۍ پرمختګ لپاره په يو شمېر پروژو كښې سرمايه كاري كړې چرته چې دوي سره د لټون او پېداوار لائسنس دي او دا د تعليم روغتيا ماحولياتو او د سماجي او اقتصادي په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔لوكا وګناتي ووئيل چې اي اېن آئي نوې ټېكنالوجي كارولو سره په خاص توګه د اېل اېن جي او آف شور لټون او پېداوار كښې خپلې كاروباري چارې لا پراخا كول غواړي۔وزيراعظم د اي اېن آئي لخوا كاروبار ته په پراختيا وركولو كښې د خوښۍ هركلے كولو سره ووئيل چې معيشت ته پكار د توان ضروريات او په هېواد كښې د هائيډرو كاربن د لويو ذخيرو د موجودګۍ په تناظر كښې د تېل او ګاز لټون او پېداوار په اړه كمپنو لپاره ډېرې زياتې موقعې دي او بايد د دې څخه د نړۍ نامتو كمپنۍ په بشپړه توګه استفاده وكړي٬حكومت به په كاروبار كښې آساني او سرمايه كارو ته آسانې وركولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan marching towards stability under Imran: Fawad
-
Two killed, one injured as paper mill catches fire
-
Court grants physical remand of cop involved in student’s shooting
-
Haleem condemns harassment of PUMHS student
-
IHC terms ECP’s disqualification of PTI leaders ‘unlawful’
-
Strong Pakistan guarantor of Kashmir’s independence AJK President
-
TCL and Peshawar Zalmi continue partnership for fifth year
-
Govt taking result-oriented steps for controlling environmental changes: Zartaj Gul
-
Lahore police observe 5th anniversary of martyrs of Mall Road tragedy
-
UAF invites applications for B.Ed
-
PTI outclasses rivals in LG by elections in KP
-
New dams to double water storage capacity, address issue of climate change: PM