اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر وئېلي دي چې د جعلي اكاؤنټونو په اړه د جے آئي ټي په راپور كښې د آصف علي زرداري او د او مني ګروپ د جعلي اكاؤنټونو د لارې د اربونو روپو ترسيل ثابت شوې٬د كيس په ټولو كردارونو د 16 جلا جلا ريفرنسونو دائر كولو او د اثاثې منجمد كولو سپارښت شوې٬د وفاقي حكومت خواست دې چې د او مني ګروپ د جعلي اكاؤنټونو د ټولو كردارونو نومونه دې په اي سي اېل كښې اچولو لپاره عدالت هدايت وكړي او يا دې د تحقيقاتي ادارې سپارښت وكړي٬په جعلي اكاؤنټونو كښې رقم منتقل كولو لپاره د سندھ حكومت هم په هر ډول كارولې شوې٬د مراد شاه د وزيراعلی او د سندھ د د خزانې وزير په توګه په دې معامله كښې كردار پاتې شوې٬په راپور كښې د نواز او زرداري جوړ ثابت شوې۔اندېښنه ده چې د سندھ حكومت د 1200 اربه په پرمختيائي بجټ كښې د 30 نه تر 40 فيصد فنډ په جعلي اكاؤنټونو كښې د كمېشن په توګه زرداري ته رسېدلې٬په جے آئي ټي راپور كښې د بحريه ټاؤن كردار هم مخې ته راغلې چې څنګه په كراچۍ كښې د اربونو روپو 11 زره 257 ايكړه زمكه په كمه بيعه ترلاسه كړی شوې٬د مشتاق په نوم د فرنټ مين هم مهم كردار پاتې شوې٬آصف علي زرداري په ګرېډ 12 كښې كلرك بهرتي كولو سره مشتاق ته ترقي وركړې او د تحقيقاتو په مهال يې هغه خپل مالشي ګرځولې٬د زرداري په 110 غېر ملكي دورو كښې مشتاق هم و٬د آيان په 100 غېر ملكي دورو كښې هم مشتاق وو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د جے آ ئي ټي د راپور سمري لوستلو سره سړې حېران شي٬تراوسه دا خلك د كرپشن٬مني لانډرنګ او د جعلي اكاؤنټونو جوړولو نه نه دي منع شوې۔ده ووئيل چې مونږ اورېدلې وو چې په جعلي اكاؤنټونو كښې د 17 نه تر 20 زره د پيسو منتقلې كېږي خو هغه منتقلي د او مني ګروپ په جعلي اكاؤنټونو كښې وه٬ 48 ځله پيسې اچولې شوي دي او بيا نور اكاؤنټونو ته رسول شوي دي۔د دې وجوهاتو له امله اېف اے ټي اېف مونږ په ګرے لسټ كښې ساتلې يو۔ده ووئيل چې او مني ګروپ د خپلو 15 اربه جائيدادونه د 65 اربه څرګندولو سره 54 اربه روپۍ قرض د نېشنل بانك٬سمټ بانك او د سندھ بانك نه ترلاسه كړی۔ده ووئيل چې او مني ګروپ په 2002 كښې جوړ شوې وو او دوه كمپنۍ يوازې په نوم وې ناڅاپي په 08-2007 كښې د او مني ګروپ ګراف بره لاړو او 83 كمپنۍ جوړې شوې۔)
متعلقہ مضامین
-
Zahid to miss Test team training camp due to PSL 7
-
NUST to install 55 modern air quality sensors in twin cities
-
Govt taking measures to protect Overseas Pakistanis’ investment, capital in country: PM
-
Bill Gates optimistic about ending polio in Pakistan
-
Nationwide COVID-19 positivity ratio drops down to 4.15 pc after over a month
-
Three kite sellers held, 1185 kites seized
-
Three policemen injured in a grenade attack on police station in Peshawar
-
PCDA, Ferozsons join hands to stop diabetes at community level
-
Eight-storey building being constructed at LHC Multan Bench: LHC CJ
-
Seminar held at Population Welfare Dept
-
Pakistan Navy participates in International Maritime Exercise 2022
-
Pakistani squad felicitates China on successful winter games