اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې د سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنفرنس د اسلام آباد په اعلان كښې وئيلي شوي دي چې كال 2019م به د انتهاخوښې٬ ترهګرې او د فرقه وارانه تشدد د خاتمې د كال په توګه لمانځلې شي٬ د افغانستان امن د پاكستان امن دے٬ د امريكائي اولس مشر او حكومت لخوا د افغانستان په مسئله د پاكستان دريځ منل د پاكستاني اولس او د پاكستاني ځواكونو لخوا د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد د هڅو او قربانيو نتيجه ده٬ د مذهبي آزادې په عنوان د امريكې لخوا پاكستان او سعودي په واچ لسټ كښې د اچولو غندنه كوو٬ په پاكستان كښې مېشته غېر مسلم د پاكستاني آئين له مخې ټول بنيادي حقونه لري٬ سوشل مېډيا د انتشار او افواګانو مخ نيوي لپاره دې د سائبر كرائم قانون وكارول شي۔ د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنفرنس وكړے شو كوم ته چې مركزي چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬ پير نقيب الرحمن٬ پير روح الامين٬ مولانا پروفېسر ذاكرالرحمان٬ مولانا عبدالكريم نديم او نورو وېنا وكړه۔ د كنفرنس په پاې كښې اعلان اسلام آباد جاري كړے شو په كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښې د مذهب په نوم ترهګرې٬ قتل و غارت ګري د اسلام په ضد ده او د ټول مكاتب فكر او د ټولو مذهبونو مشران دې د دې نه د لاتعلقې اعلان وكړي۔ كومه اسلامي فرقه دې كافر ونه ګرځول شي او كوم هم مسلمان يا غېر مسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ګرځول شي۔ د پاكستان د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق د خپل كلتور او مذهب له مخې ژوند تېر كړي۔ د آذان او د عربې خطبې نه علاوه هدې د لاؤډ سپيكر په استعمال مكمل بندېز ولګول شي۔
متعلقہ مضامین
-
New mechanisms introduced for effective monitoring at police stations
-
Balochistan, bouquet of people from different tribes, races: CM
-
President signs OGRA, Allied Health Professionals bills into Acts
-
‘Pope Francis to be invited to visit Pakistan’
-
Complaints of overseas Pakistanis being resolved on priority: DC
-
Section 144 imposed at exams premises in Nawabshah
-
IHC gives one more chance to India to hire Jadhav’s lawyer
-
ITP issues 7,785 tickets over different violations
-
Pakistan, India vow to implement Indus Waters Treaty in true spirit
-
President Arif Alvi appears before ATC in constitutional immunity case
-
Opposition ‘finalises’ no-trust motion plan
-
Modern technology adoption for cotton production need of hour: Agri experts