اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي سره د سماجی او معاشی ستونزو زمونږ ميرمنو په قامی او نړيواله كچه خپل صلاحیتونه كارولې او ښې کامیابۍ ئې ترلاسه كړې دي ۔ د سیاسی میدان نه تر وسله والو ځواكونو ٬ لوبو او سېلګرۍ د ژوند په ټولو څانګو كښې زمونږه ميرمنې بشپړ كردار ترسره كوي۔ د ميرمنو نړيوالې ورځ پھ موقع خپل يو پيغام كښې خارجه وزير ووئيل نن مونږ په ټوله نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې د ميرمنو په بيلو څانګو كښې د ښو کامیابیو او کارنامو اعتراف کوو۔ د پاکستان ميرمنو د خپل كلك عزم او پرله پسې هڅو سره نړۍ كښې خپل شناخت جوړ كړې۔ خارجه وزير ووئيل مادر ملت محترمه فاطمه جناح په قیادت كښې زمونږ مېرمنو د پاكستان تحریك كښې تاریخی کردار ترسره كړې۔ بينظیر بھټو دوه ځله د پاکستان وزیراعظمه جوړه شوې چې ورسره پاکستان په نړيواله كچه يو مثبت تشخس ترلاسه كړې۔ ده ووئېل عاصمه جهانګیر د بشري حقونو علمبردارې او د حکومت يو ښه ناقدې په توګه كردار ترسره كړې۔ده ووئيل ملاله یوسف زئی د تعلیم په اړه هېواد له په ټوله نړۍ كښې يو نوې شناخت وركړې او د علم تحریك ئې پيل كړې۔ده ووئېل 23 كلنې ثمینه د نړۍ په تر ټولو لوړه غونډۍ ماؤنټ ایورسټ د پاکستان بيرغ هسك كړې او يو نوې تاريخ ئې جوړ كړې۔ د بهاولپور عائشه فاروق فائټر جیټ الوزولې او د پاك فضائیه برخې په توګه ئې د پاکستانو ميرمنو جذبه زياته كړې۔خارجه وزير ووئيل د پاکستان ميرمنو د ژوند په ټولو څانګو كښې پخپل همت يو مقام جوړ كړې۔ پريكړو كولو او په هغې عمل درآمد كښې هم ميرمنو د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل حکومت د تعلیم پشمول ميرمنو له د ټولو حقونو وركولو او د هغوي تحفظ له په زړه پورې هڅې كوي۔ دغسې ميرمنو له په ټولنه كښې د هغوي حقیقی مقام وركولو له به حکومت خپلې هڅې روانې ساتي
متعلقہ مضامین
-
Abducted transgender recovered, kidnappers arrested
-
Fawad appeals PTI workers to facilitate media covering PM’s rally
-
ECP issues notices to JI’s central, provincial chiefs
-
How many people showed up to PTI’s Islamabad jalsa?
-
Over 1.4m people fully vaccinated against Covid 19
-
Minister apologises for remarks over ‘missing persons’
-
Not aware of the ‘written threat’ received by PM Imran Khan, says Sheikh Rasheed
-
Transgender shot dead, another injured in Mardan
-
Punjab, Sindh bag Inter Provincial Netball Championship titles
-
Opposition is united; Imran to go home: Fazlur Rehman
-
Parliament fully committed to achieve SDGs: Kauda Babar
-
IHC asks NAB to submits comments in acquittal plea of Asif Zardari