اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د شورو په ورځ د متحده قومي موومنټ پلاوي ليدلي۔ په پلاوي كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير ډاكټر خالد مقبول صدیقي، د قانون وزير ډاکټر محمد فروغ نسیم، عامر خان، کنور نوید، وسیم اختر، امین الحق او فېصل سبزواري شامل وو۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار او د د وزيراعظم خاص مرستيال نعیم الحق هم موجود ٶ۔ پلاوي وزیراعظم ته ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال كراچۍ او حېدرآباد كښې د جعلي ډوميستاټل په بنياد د ښار وګړي د سركاري نوكرو جائز حق څخه محروم ساتلې شوې دي۔ دوي غوښتنه وكړه چې دې بدعنوانۍ او د غېر قانوني عمل دې پلټنې وكړې شي۔ پلاوي خواست وكړو په صوبائي كچه د اېن اېف سي سپېځلې وېش باوري كولو لپاره دې په صوبائي مالياتي كمېسون عملدرآمد باوري كړې شي او د كمېسون تر جوړېدو دې دا خبره باوري كړې شي چې كراچۍ او حېدرآباد غوندې لويو ښارونو ته دې په پرمختيائي فنډز كښې جائز حق وركړې شي۔ د ملاقات په مهال كراچۍ كښې په پرمختيائي پروژو هم تفصيلي خبرې اترې وشوې
متعلقہ مضامین
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Strike in IIOJK against conviction of Yasin Malik
-
All detenues to be released on personal surety bond: LHC assured
-
1,700 PTI supporters detained in 4000 raids
-
PTCL group joins hands with NEC for polio eradication from Pakistan
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: study
-
PM directs for resolution of issues faced by Chinese companies
-
Higher unemployment ratio result of lack of quality workforce in Pakistan: PIDE
-
Pakistani rupee again pulls down US dollar by big margin
-
LCCI FG delegation meets Punjab governor
-
Any growth model facilitating elite will only increase income inequality: speaker