اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د سلطنت شريفيه د سزا شوې شاهزادګۍ او د سلطنت زرداريه د ولي عهد لخوا په رائيونډ محل كښې اجتماع جمهوريت سره هېڅ تعلق نه لري٬ اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د نسل در نسل سياست او وراثت منتقل كولو چې كوم عمل دواړو ګوندونو پېل كړے و٬ نننې ناسته د دې عملي كولو په پلو پرمختګ دے٬ د بېنظير بهټو شهيدې روح به نن په يقيني توګه بې آرامه وي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل بيان كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د سلطنت شريفيه د سزا شوې شاهزادګۍ او د سلطنت زرداريه د ولي عهد لخوا په رائيونډ محل كښې اجتماع جمهوريت سره هېڅ تعلق نه لري٬ د بېنظير بهټو شهيدې روح به نن په يقيني توګه بې آرامه وي ځكه چې بي بي تل د لاهور تخت ننګولې او چې د كومو عناصرو له امله به هغه د خپل كم عمر ځائ ناستي ګوته نيولو سره خپل د ژوند ملګري سره ليدنې لپاره تلله نن هغه د خپل پلار كرپشن بچ كولو لپاره رائيونډ ته رسېدلې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د نسل در نسل سياست او وراثت منتقل كولو چې كوم عمل دواړو ګوندونو پېل كړے و٬ نننې ناسته د دې عملي كولو په پلو پرمختګ دے۔ هغې ووئيل چې هيله ده چې بلاول زرداري او مريم صفدر به عدالت مطمئن كولو لپاره خپل وروڼه او د شريفې كورنۍ نور كسان بېرته راوستلو لپاره كومه واضحه اېجنډا جوړه كړي او قوم به هم خبر كړي۔
متعلقہ مضامین
-
PM’s Turkey visit to attract Turkish investment in energy sector: Khurram Dastgir
-
Govt. passes cost of buying on petroleum products with zero tax: Pasha
-
China to refinance $2.3 billion in debt
-
IHC stops police from arresting Sh Rasheed
-
Application of biochar improves soil: experts
-
Court orders to mark attendance through video link
-
President for sustainable consumption practices to address climate change
-
PM wants load shedding reduced to two hours
-
ISI screening move amounts to ‘ceding civilian space’: Rabbani
-
Kidnapper killed, accused arrested
-
Prosperous Pakistan with vibrant economy, PM’s economic vision : Marriyum
-
Avoid ‘unnecessary views’ on Pakistan’s nuclear programme, says CJCSC Nadeem Raza