واشنګټن 20 جولائی (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د نيويارك نامتو ريپبلكن لارښود او د كانګرېس پخواني غړي او د هالېنډ اېنډ نائټ فرم استازي ټام رينلډز ملاقات وكړو۔ دا ملاقات په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې شوے۔ په دې موقع په امريكا كښې د پاكستاني سفارت او د هالېنډ اېنډ نائټ فرم ترمېنځه لوظنامه هم لاسليك شوه۔ د لوظنامې له مخې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د اړيكو پراختيا او لا استحكام لپاره به د پاكستاني سفارت مرسته كولې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي په دې موقع ووئيل چې په دې فرم كښې د تجربه كارو پوهانو ګډون خوشبينه دے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان دورې سره د پاكستان او امريكې په اړيكو كښې يو نوې دور پېل كېږي۔ ټام رېنډلز په فرم په اعتماد كولو د خارجه وزير شاه محمود قريشي مننه كولو سره باور وركړو چې د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره به د پاكستان سفارت سره هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Fresh fires erupt in various forests of Swat
-
Sonya Hussyn denounces Dania as she backs Aamir Liaquat
-
Rs530m allocated for Information & Culture dept
-
President for adopting IT tools by youth for swift development
-
We will get out of these economic difficulties, vows PM Shahbaz
-
At UN, Pakistan calls for raising funds to help handicapped people lead better life
-
IHC orders report regarding probe into Shireen Mazari’s arrest
-
Bright future of country interlinked with education of children: NA Speaker
-
Imran Khan laid ‘economic minefield’ for us: Maryam
-
PAF has capacity to timely respond to enemy’s nefarious designs: Air chief
-
Safe working environment must be ensured for women: CS Sindh
-
17 graduates awarded American High School diploma