مظفر آباد 04 اګست (اے پی پی) هند يو ځل بيا د جنېوا كنونشن خلاف ورزي وكړه٬ په آبادې د كلسټر بم استعمال د هندي بربريت ناوړه مثال دے په كوم كښې چې د يو ماشوم پشمول دوه كسان په حق رسېدلي دي او 11 ژوبل شوي دي۔ په يو كلسټر بم كښې د زرګونو په شمېر وړوكي بمونه وي كوم چې په فضا كښې چوي او تباهي خپروي۔ د آئي اېس پي آر راپور له مخې هند په آزاد كشمير كښې د كلسټر بم استعمال پېل كړے٬ د جولائي په 30 او 31مه نېټه هند په سول آبادې كلسټر بم استعمال كړے چې پكښې 9 كلسټر بمونه ناكاره كړې شوې دي۔ په بريد كښې د يو ماشوم پشمول 2 كسان په حق رسېدلي دي او 11 ژوبل شوي دي كوم چې د مظفر آباد په روغتونونو كښې تر معالجه لاندې دي او حالت ئې اندېښمن ښودل شوے۔ ملګرو ملتونو په كال 2008م كښې په جنېوا كنونشن كښې د كلسټر بم په استعمال بندېز لګولې و۔
متعلقہ مضامین
-
IHC adjourns Narowal Sports City case
-
Hamza directs timely evacuation of people from river beds
-
Sherry briefs Kerry on climate change impacts over Pakistan
-
The Sacrifice for Eternity
-
Coalition govt steering country towards default, warns Tarin
-
KP CM agrees to up-gradation of PFI to degree level
-
Karachi incidents didn’t happen due to infrastructure damage: KE
-
UMT Honorary Doctorate Dr Abdul Karim Al-Issa delivers Haj sermon
-
COAS reviews Karachi situation after rains
-
Pakistan’s COVID-19 positivity ratio stands at 5.46pc
-
ICT admin establishes 51 camps to cope with expected flooding
-
Govt to launch crackdown against defamatory social media content