اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي متحده عرب امارات د پاكستان لويې اقتصادي شراكتدارو كښې يو دے ٬ پاكستان متحده عرب امارات سره د ورورولۍ اړيكو ته اهميت وركوي۔د خزانې وزير دا خبره د اتصالات انټرنېشنل پلاوي سره د نهې په ورځ په ملاقات كښې كړې۔د پلاوي مشري د اتصالات انټرنېشنل سي اي او ميخائل ګرجوك كوله۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د پلاوي هركلے وكړو او د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله۔ده ووئيل متحده عرب امارات د پاكستان لويې اقتصادي شراكتدارو كښې يو دے ٬ پاكستان متحده عرب امارات سره د ورورولۍ اړيكو ته اهميت وركوي۔د خزانې وزير د متحده عرب امارات د خپلې دورې په مهال د ابوظهبي او دبيئ كښې د اتصالات چارواكو سره د خپلو ملاقاتونو حواله وركړه او د اتصالات او نجكارۍ كمېشن ترمينځه د پاتې نورو مسئلو حل كولو او په شريكه توګه سودمند حل لپاره د مخ په وړاندې تللو په اهميت ئې زور راوړو۔د خزانې وزير پلاوي ته په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په خاص توګه د آئي ټي او ټېلي كام په څانګو كښې د سرمايه كارۍ د امكانات په اړه هم ووئيل غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره سازګار ماحول او آسانۍ وركوو۔د اتصالات سي اي او د كمپنۍ پروفائل او په پاكستان كښې د سباؤن سرمايه كارۍ په اړه هم بريفنګ وركړو
متعلقہ مضامین
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Developed West misusing freedom of expression
-
Kashmir’s suffering go beyond economic catastrophe: Farooq
-
Another 82 TLP workers released from Adiala Jail
-
Alvi calls for empowering differently-abled persons, women
-
Man wounded in grenade blast in Quetta
-
CM Punjab grants preliminary approval to summary for removal of TLP’s banned status
-
Dry weather likely in most parts of country : PMD
-
IHC seeks report from chief commissioner in forced labor case
-
Petrol, diesel prices lowest in Pakistan
-
IBCC recommends exams, assessment reforms
-
OIC envoy on Kashmir due in Islamabad tomorrow