اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د 500 وي ايچ وي اے سي ګرډ سټېشن نوښار د بنياد تيګه اېښودې ده، وفاقي وزير د کاسا 1000 پاور پراجيکټ ترمخه د ايچ وي ډي سي کنورټر سټېشن د تعميراتي کار د پيشرفت جاج هم واخست۔منيجنګ ډائريکټر نېشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ کمپني (اين ټي ډي سي ) د زيارت په ورځ ووئيل ګرډ سټيېن به د 4.3 اربه روپو په لګښت سره د ورلډ بنك په مالي معاونت سره جوړولې شي،د دې منصوبې ترمخه 1300 ميګاواټ آرزانه او ماحول دوسته برېښنا د کرغزستان، تاجکستان څخه د افغانستان په لاره پاکستان ته به راوستلې شي۔دا کنورټر سټېشن به د 205 مليونه امريکائي ډالرو په لګښت سره جوړولې شي په كوم چې 74 فيصده كار بشپړ شوے ۔ده ووئيل اين ټي ډي سي د طورخم پولې نه تر ازاخيل بالا کنورټر سټيشن 113 کلوميټره اوږد ، بائي پولر500KV ايچ وي ډي سي ټرانسميشن لائن جوړوي ۔ منيجنګ ډائريکټراين ټي ډي سي ووئيل د 500 کے وي ايچ وي ډي سي ټرانسميشن لائن 67 فيصده كار بشپړ شوے دے
متعلقہ مضامین
-
Breast cancer: Samina Alvi urges early self-examination
-
74 years after Jammu Massacre, sufferings of Kashmiris continue
-
Ministry to sensitize children to harassment
-
Opp misleading nation on petroleum products: Hassan
-
Balochistan cabinet expected to take oath today
-
SC questions PM over peace talks with TTP
-
Opposition celebrates as govt putts off joint Parliament session
-
COVID- SSGC’s contribution acknowledged
-
Azam Swati appears before Election Commission of Pakistan
-
Reference against Dar adjourned till Nov 24
-
PM to come harder on mafias: Gill
-
Lahore grapples with worst air quality