اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په شريكه عقيده٬تاريخ او په كلتور اډانه د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې قائم دي او د اعلٰی قيادت په كچه د تعميري خبرو اترو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته مثبت رفتار ترلاسه شوے د كومو چې روانې ساتل او قوي كول ضروري دي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ازبكستان نائب وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزير خوديجوف جمشيد عبد حكيموف په مشرۍ كښې د ازبكستان پلاوي سره ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔د ازبكستان پلاوي كښې د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزارت وړومبے نائب وزير قدرتوف لازیز شوکتوف٬د ټرانسپورټ وزير محمود الحام رستموف٬د خارجه چارو وزارت وړومبے نائب وزير صدیقوف فرقت احمدووچ٬د كركيلې وزارت وړومبے نائب وزير یلدوشیف خرامون انورجانووچ٬د پلانټ پروټيكشن ايجنسۍ چيئرمېن ابراهيم كين جابووچ او په پاكستان كښې د ازبكستان سفير عارف عثمانوف شامل وو۔په دې موقع وفاقي وزير طارق بشیرچیمه، وزیرمملکت ډاكټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوہ، خاص مرستيال طارق محمودپاشا، د سټېټ بانك ګورنر جمیل احمد، وفاقی سیکرټریز او سینئر افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير اسحاق ډار د پلاوي هركلے وكړو او د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په شريكه عقيده٬تاريخ او كلتور اډانه د ملګرتيا او ورورولۍ په اړيكو ئې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل د اعلٰی قيادت په كچه د تعميري خبرو اترو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو مثبت رفتار نيولے د كومو چې روانه او قوي ساتل ضروري دي ۔ده د اقتصادي او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې امكانات رامخې ته كړل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي روابط لا قوي او متنوع جوړولو له ئې د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه۔د ازبكستان نائب وزيراعظم د پاكستان سره په ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكو رڼا واچوله۔ده د پاكستان سره دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو په پراخه كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاكستان د لارې د دواړو هېوادنو ترمينځه سړك او ريل رابطو جوړولو له ئې د خوښۍ څرګندونه هم وكړه۔ډلو د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي شراكتدارۍ ژورتيا لپاره د مرستې په بېلو طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د تاشقند نه تر پاكستان سړك بنيادي ډهانچې ښه والې٬پاكستان-افغانستان-ازبكستان ريل لنك او د برآمدات/درآمدات آسانې وغېر شامل دي۔په ملاقات كښې وئېلي شوي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده تجارتي حجم په ښه كچه دے۔د ازبكستان پلاوې ډبليو ټي او پاكستان كښې شموليت او جي اېس پي پلس اسټېټس ترلاسه كولو لپاره د پاكستان څخه تكنيكي معاونت هم وغوښت۔د خزانې وزير د ازبكستان نائب وزيراعظم او د هغه پلاوي مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې زياتولو لپاره ئې د حكومت ملاتړ او د مرستې څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Zardari challenges three more references under NAB ordinance
-
PM seeks steps to guard youth against immoral alien culture
-
PM expresses felicitations to Hindu community on eve of Diwali
-
GUESSS Report 2021 published
-
RUDA at Dubai Expo 2020: Future is Pakistan
-
Senate clears bill allowing CM’s advisers to attend assembly sessions
-
Nazim Jokhio murder: PPP MPA Jam Owais surrenders to police
-
Jammu Martyrs’ Day set to be observed today
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
Jammu martyrs day observed with renewed pledge
-
Electoral Rolls verification drive starts
-
Authority to teach youth about Seerat-un-Nabi: Qadri