اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سېنېټ ګولډن جوبلي دستورې په اړه په سېنېټ كښې په پارليماني لارښودو د مشتملې مهمې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د كمېټۍ په غونډه كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېنېټر مرزا محمد آفريدي٬په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم٬سېنېټر سليم مانډوي والا٬اعظم نذير تارړ٬انوار الحق كاكړ٬مشتاق احمد٬سردار محمد شفيق ترين٬حاجي هدايت الله٬مولانا عبدالغفور حېدري٬دلاور خان او د سېنېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان ګډون وكړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سېنېټ آف پاكستان ګولډن جوبلي لمانځلو په اړه پارليماني مشرانو سره تفصيلي مشاورت وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سېنېټ 50 كلن سفر د ستائنې وړ دې۔ په غونډه كښې شريك پارليماني لارښودو د سېنېټ چيئرمېن تجويز ستائېلو سره اتفاق وكړو چې په صوبائي كچه د كېدونكو دستورو په ځاې دې يوازې په وفاقي پايه تخت كښې مختصر او پر وقار دستوره وكړې شي۔په دې لړ كښې به د 15 نه تر 17 مارچ 2023 د سېنېټ خاص غونډه په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې رابللې شي۔ګولډن جوبلي دستوره كښې به د سېنېټ پخوانو غړو پشمول غېر ملكي مېلمانه هم رابللې شي۔د سېنېټ چيئرمېن تجويز سره په متفق كېدو د ټولو پارليماني مشرانو مننه هم وكړه
متعلقہ مضامین
-
Kashmiri expatriates to get right to vote soon: AJK PM
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
Pakistan wants economic partnerships, investment from US: Dr Moeed
-
Hydropower project of CPEC starts reservoir impoundment
-
PhD programme for special persons soon
-
IG directs zero tolerance for drug dealers
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Growing foreign debt a ‘national security issue’
-
Four of family murdered in Sheikhupura
-
Capital to get another drug addicts’ rehab center: Ijaz Shah
-
Int’l authorities confirm no Pakistani F-16 shot by IAF: Air Marshal Suleri