اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي د زمان پارك نامه دې ضمانت پارك كېښودلې شي ، ضمانت پارک څخه جېل بچو تحريك د پېل كېدو سره ناكامه شوے ٬ عمران خان به تر كومې په ضمانت پارك كښې پناه اخلي؟ عمران ټول عمري د بل په اوږه راوړاندې شوے ٬ اوس هغه عدليه ته منت زاري كوي٬ سپريم كورټ هم د عمران نيازي د دفاع حق ختمولو سره د ټرائل كورټ پرېكړه برقرار ساتلې ٬ سترې محكمې په پرېكړه كښې ليكلي چې عمران نيازي كېس تاخير سره مخ كولو له هڅې كوي٬ عدالت دا هم وئيلي دي چې د عمران خان د تاخيري چالونو رويه سمه نه ده۔ ده د شورؤ په ورځ په ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې مونږ ليدلي چې كله به د جېل بھرو تحريك اعلان كیدو نو تر ټولو وړاندې به مشرتابه خپله ګرفتاري پېش كوله٬ دا اولنے جېل بھرو تحريك دے په كوم كښې چې لارښود د ضمانت منتونه كوي او د نيولے كېدو نه بچ كېدو لپاره درخواستونه كوي۔ ده ووئيل آيا جېل بھرو تحريك به يواځې په سوشل ميډيا روان وي٬ بيا خو دا وئيلې شؤ چې مونږ يواځې سوشل ميډيا ته پام وګرځوؤ دغسې چې دا اوينو چې شاه محمود په فېس بك او اسد عمر په ټك ټاك كښې خپله ګرفتاري وركړه۔ ده ووئيل د زمان پارك نامه دې ضمانت پارك كړې شي ٬ جېل بھرو تحريك د وړاندې څخه ناكامه شوے ٬ عمران خان به تر كومې په ضمانت پارك كښې پناه اخلي؟ خاص مرستيال ووئيل د اېف سېكس په يو دكان كښې د ګھړۍ د خرڅ معامله هم په ډاګه شوې ، جعلي رسيد جوړول هم جرم دے ، په توشه خانه د اېف آئی اے او نېب انكوائري روانه ده٬ ده ووئيل فرخ ګوګي هم حكومت ته مطلوبه ده٬ هغې لپاره د تېښتې لاره دې خلقو هواره كړې ٬ د فرخ ګوګي پاكستان ته د راتللو او پاكستان نه د وتلو اندراج هم نه كېږي دا هم جرم دے۔ ده ووئيل د فرخ ګوګي په معامله يوه ګرفتاري عملي كړې شوې ٬ دې سره به هم ډېر څيزونه رامخې ته شي۔ ده ووئيل عمران خان ته فرد جرم څخه د تېښتې موقع نه وركوؤ۔ ده ووئيل عمران ټول عمري د بل په اوږه راوړاندې شوے ٬ اوس عدليه ته منت زاري كوي٬ سپريم كورټ هم د عمران نيازي د دفاع حق ختمولو سره د ټرائل كورټ پرېكړه په ځاے ساتلې ٬ ده ووئېل سترې محكمې په پرېكړه كښې ليكلي چې عمران نيازي كېس تاخير سره مخ كولو هڅې كوي٬ عدالت دا هم وئيلي دي د عمران خان د تاخيري حربو رويه سمه نه ده۔
متعلقہ مضامین
-
Colonialism affected badly on the mentality of Muslims: PM
-
Maryam Nawaz’s alleged audio leaks again
-
Muhammad Ziauddin, veteran journalist, passes away
-
Govt failed to protect national interests: Shehbaz Sharif
-
National Boxing Championship kicks off
-
PM lauds FBR on 35pc increase in November revenues
-
PM Imran Khan meets differently-abled artist
-
NUML holds int’l conference on engineering and computing
-
Pakistan joins hands with world to mark World AIDS Day
-
PM, cabinet responsible for recovery of missing persons
-
Need to collective efforts for PWDs: Asad Qaiser
-
National Boxing Championship continues