پېنډۍ 08 فروري (اے پي پي) د هېواد وسله والو ځواكونو د كال 2024 انتخابات په سوله ايز او د تشدد نه په پاكه تابيا قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي وسله وال ځواكونه امنيتي ادارو سره په ګډه په انتخابي عمل كښې په بشپړ امنيت وركولو وياړ لري٬ وسله والو ځواكونو د آئيني اختيارات له مخې د انتخابات سوله ايزه تابيا باوري كړې٬ مونږ هيله لرو چې زمونږ قربانۍ به ځايه نه ځي او دا الېكشن به په پاكستان كښې د جمهوريت د لا مضبوطيا سبب جوړ شي او دا به د پاكستان اولس هيلې ترسره كولو لپاره لاره هواره كړي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د كال 2024 ټولټاكنو كښې نزدې 6 زره انتهائي حساس پولنګ سټېشنز كښې 7 زره 800 نه زيات كوئيك رسپانس او په مجموعي توګه يو لك 37 زره ځوانانو او سول سول آرمډ فورسز محفوظ ماحول باوري كړے۔ د آئي اېس پي آر له مخې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د 51 بزدلانه ترهګرۍ بريدونو مقصد انتخابي عمل متاثره كول وٶ٬ د دې باوجود پاك پوځ پرعزم ٶ او ګرد هېواد كښې امن او سلامتيا ئې په موثره ډول باوري كړې، په دې بريدونو كښې د 10 امنيتي اهلكارو پشمول 12 كسان شهيدان او 39 ژوبل شوي، دغسې د فعاله انټيلي جنس لائحې او په سمدستي توګه د كاروائۍ د لارې يو شمېر ممكنه خطرې ناكامه كړې شوي كوم چې د وګړو د جمهوري حقونو تحفظ لپاره زمونږ د امنيتي اېجنسو غېر متزلزل عزم څرګندوي، د بېلا بېلو كاروائيو په مهال پنځه ترهګر وژلې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د قانون نافذ كوونكو نورو ادارو مننه كوٶ كومو چې د جمهوري عمل تحفظ لپاره وسله والو ځواكونو سره په ګډه كار كړے۔ مونږ هيله لرو چې زمونږ قربانۍ به ځايه نه ځي او دا الېكشن به په پاكستان كښې د جمهوريت لا مضبوطيا سبب جوړ شي او دا به د پاكستان اولس هيلې ترسره كولو لپاره لاره هواره كړي۔د ائي اېس پي ار تر مخه وسله وال ځواكونه په هېواد كښې د سولې ثبات په ځائ ساتلو عزم لري او زمونږ د رياست د جمهوري رواياتو تحفظ لپاره د غېر متزلزل ملاتړ لپاره چمتو دي
متعلقہ مضامین
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
High-level meeting reviewed
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
Pakistan releases second humanitarian assistance to Ukraine
-
DIB, EIGHTEEN housing project sign Shariah compliant financing agreement
-
Pakistan’s development linked to good relations with four strategic partners: Ahsan
-
Blue World City introduces Blue Town Smart City Block
-
Red Cross says two employees killed in Mali attack
-
Pakistan’s stance on Kashmir unwavering, says NA speaker
-
Pak Army soldier embraces martyrdom in N. Waziristan terror attack
-
US proud of long-standing partnership with Pakistan
-
PMD forecast extremely hot weather for most parts of country