بنجول 03 مئی (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د بشپړ ملاتړ پخلي كولو سره وئېلي دي د موجوده بحران يواځنې مستقل حل د يو محفوظ٬د عمل وړ٬متصل او د خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو سره تړلے دے كوم چې د جون 1967 څخه د وړاندې پولو تر مخه وي او پايه تخت كئې القدس الشريف وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامي مرستې تنظيم پنځلسمې سر مشرېزې غونډې تيارۍ په لړ كښې د خارجه وزيرانو غونډې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې د دښمنۍ خاتمې لپاره په خپل قرارداد 2728 په سمدستي توګه عملدرآمد باوري كړي۔محمد اسحاق ډار دوه رياستي حل ترلاسه كولو لپاره يو جامع شفاف او د امن عمل زر تر زره په بيا پېل كولو زور راوړولو سره ووئېل بايد د فلسطين په ضد د اسرائيل جارحيت په اړه د او آئي سي وزارتي كمېټي بيا فعاله كړې شي۔ده د اسرائيل د اړخه د طاقت بې دريغه استعمال او د غزه غېر انساني محاصرې سمدستي ختمولو غوښتنه هم وكړه۔اسحاق ډار د هند په غېر قانوني تسلط كښې جمو او كشمير كښې د ماورائے عدالت قتلونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول د جابيرانه اقداماتو سخته غندنه وكړه۔ده د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د غېر متزلزل سفارتي مرستې پخلے هم وكړو۔ده د اسلاموفوبيا مقابله كولو لپاره د او آئي سي شريكو اقداماتو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل د اسلامو فوبيا څرګندونه په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د امتيازي سلوك٬تشدد او اشتعال انګيزۍ زياتو شوو پېښو څخه كېږي۔ده په او آئي سي زور راوړو چې نړيوال انفارمېشن نېټ وركس /پليټ فارم او په خاص توګه په ګلوبل سوشل مېډيا پليټ فارمز اثر انداز كېدو لپاره شريكه تګلاره مرتب كړۍ۔د غونډې په مهال د او آِئي سي خارجه وزيرانو سينئر آفيشلز ميټنګز رپورټ منظوري هم وركړی شوه دغسې بېل دستاويزات له حتمي شكل وركړے شو چې پكښې د فلسطين مسئله٬د او آئي سي مشرانو كنفرنس حتمي اعلاميه او بنجول اعلاميه شامل ده۔
متعلقہ مضامین
-
720 diarrhea patients visit Rawalpindi’s health centres
-
Johar Town blast: ATC sends 3 accused to jail
-
China’s Gansu province to transfer dryland farming techs to Pakistan
-
Faysal Islami introduces hotel booking services
-
Heated debate in Senate over talks with TTP
-
Briefing held to highlight artificial groundwater recharge site in Islamabad
-
PTI, industry lambast govt’s super tax move
-
PM felicitates Qatari’s Amir on 9th anniversary of his rule
-
AJK govt presented people-friendly budget: minister
-
APHC AJK lauds British Kashmiri diaspora for highlighting Kashmir cause
-
Promotion of urban horticulture crucial to meet food needs: Prof Qamar
-
Mother language identity of every individual: Marriyum