اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پارليمنټري رپورټر اېسوسي اېشن (پي آر اے)ايګزېكټو بارډي سره ليدلي۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ او پي آر اے ترمينځه وركنګ رېليشنز ښه كولو پشمول په مهمو قامي چارو د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ د دې هېواد وګړي يو۔زمونږ جلا جلا ذمه وارۍ دي د كومو ترسره كول چې زمونږ فرض دي۔ده ووئيل كه دا هېواد وي نو مونږ ټول به يو۔مونږ له به په ګډه كردار ترسره كول وي۔د مېډيا په اهميت زور راوړولو سره ده ووئيل صحافت د رياست څلورمه ستن ده بايد دا په قامي پرمختګ كښې مثبت كردار ترسره كړي۔ده ووئيل په ټولو قامي ايشوز به ايوان كښې بحث كولې شي۔د اوبو په مسئله خبره كولو سره ده ووئيل دا مسئله د تشويش وړ ده٬په دې معامله به هم په ايوان كښې بحث كولې شي۔ده ووئيل د خارجه چارو په مسئلو ايوان كښې بحث كولو سره به قوي خارجه پالېسي جوړولې شي۔ده وئيل د پارلماني خبريالانو تربيې لپاره به د وركشاپس اهتمام كولې شي ځكه چې پارلماني خبريالان هم د دې ايوان برخه ده او په هغوې هم د قواعدو احترام لازم دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټاكنو كښې د ټګۍ په اړه قامي اسمبلۍ د خاص كمېټۍ لپاره حكومت او د مخالفې ډلې ټولو پارلماني ګوندونو ته خطونه ليږلي۔د حكومت او مخالفې ډلې څخه به 9 ٬ 9 غړي كمېټۍ كښې شاملولې شي۔سپيكر پارلماني خبريالانو ته د پېښو مسئلو حل له باور هم وركړو
متعلقہ مضامین
-
PM launches FBR’s track & trace system; says taxes vital for country’s economic stability
-
Chinese researcher calls for joint protection of snow leopards in Pakistan
-
PPP enforcing civil dictatorship in Sindh: Haleem
-
Local body elections to be held in Islamabad, following Presidential ordinance
-
Pakistan to award citizenship to those living in country for consecutive 7 Years
-
Karot hydropower project hits back so-called China debt trap theory
-
PTI MNA Zartaj Gul left the Glasgow Conference after confrontation with Amin Aslam
-
‘Our problem is not of poverty, but of inflation’, says Shaukat Tarin
-
Shahbaz seeks action against officers involved in Daska by-election fraud
-
Schools sealed for refusing measles vaccination in Peshawar
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University
-
State TV projecting social, cultural norms: Faisal Javed