اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي)د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي چې اوسنې حكومت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د روغتيا څانګه كښې په خاص توګه غذاني كمي پلو خاص پاملرنه كوي ځكه چې د دې نه غېر پرمختيائي هدفونه نه شي ترلاسه كېدې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نړيوال بانك پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ پلاوي سره په خبرو كښې د صحت وزير ووئيل د پاكستان د آبادۍ زياتره برخه په ځوانانو مشتمل ده چې عمر ئې تر 30 كالو دې۔ ده ووئيل بشري وسائل كولو سره معاشي پرمختګ ترلاسه كېدې شي۔ وفاقي وزير زياته كړې چې غذاني كمې د پاكستان لويه ستونزه ده او د غذائي كمي په سوب پاكستان كښې هر كال 3 فيصده جي ډي پي ضائع كېږي۔ د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر د پاپولېشن او غذائي كمي پحقله د ګردې نړۍ د پوهانو د خدماتو وړاندېز وكړو۔ په دې موقع پرېكړه وشوه چې د پاليسۍ جوړونكو د لوړې كچې يو كنفرنس به په كال 2019 كښې رابللې شي اوپه دې لړ كښې به د وفاقي او صوبائي شراكتدارو غونډه كولې شي او د صحت مند ژوند كولو پحقله به د شعور بېدارولو كمپائن چلولې شي۔ د صحت وزير عامر محمود کیاني ووئيل اوسنې حكومت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د روغتيا څانګه كښې په خاص توګه غذاني كمي پلو خاص پاملرنه كوي ځكه چې د دې نه غېر پرمختيائي هدفونه نه شي ترلاسه كېدې۔
متعلقہ مضامین
-
Ayub Afridi assumes charge as PM’s adviser on OP&HRD
-
Three killed in car, pick-up collision in Nankana Sahib
-
Yousaf Raza Gillani grieved
-
50,000 scholarships being provided under Ehsas: Dr Sania
-
552nd birth anniversary of Baba Guru Nanak observed
-
Action against approvers of Nasla Tower construction plan demanded
-
ZEM Builders win ‘Brand of the Year’ award
-
PTI fulfilled expats’ demand of right to vote: Buzdar
-
Pakistan interested in strong linkages, learning from best CPA practices: Shahzad
-
ECP orders investigation as PML-N, PPP trade blame
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
IHC seeks written arguments in Imran Farooq murder case