اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د كرپشن په ضد كرېك ډاؤن٬بهرنۍ سرمايه كارۍ ته پام لرنه او كاروبار له آسانۍ وركول زمونږ د معاشي پالېسۍ درې بنيادي برخې دي٬حكومت چې په يوه مياشت كښې څومره تندۍ سره كار كړې په 70 كلونو كښې مثال نه لري٬زياتره معلومات د وړاندې څخه موجود وو خو د هغې چا پخوا نوټس نه دې اخستې ٬احتساب نه غېر هېواد مخ په وړاندې نه شي تللې٬د استحقاق نه غېر د الوتكې په كارولو شهباز شريف ته د 35 كروړه روپو نوټس جاري كېږي٬سناتور مشاهد الله له به بهر هېواد څخه په درملنې كولو د سركاري خزانې څخه وركړې 54 زره فاؤنډه بېرته وركول وي٬سول ايوي اېشن اتهارټي كښې د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د وركړو ترقيو په ضد د كاروائۍ حكم شوې٬زمونږ دا موقف دے چې پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د نواز شريف د دور پروژو آډټ اوسنې حكومت او زمونږ په دور كښې د منصوبو آډټ دې اپوزېشن وكړي٬د پي اے سي مشري دې بې شكه تحريك انصاف له ور نه كړې شي خو په دې بايد غېر جانبدار غړې تعينات كړې شي٬سيد فخر امام په دې اړه غوره انتخاب كېدې شي٬ 157 نان فائلرز ته نوټس جاري كړې شوې۔ده د جمعې پھ ورځ پي آئي ډي كښې د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د اطلاعات وزير ووئيل لندن او دبئي كښې د پاكستانيانو لس زره څخه زيات جائيدادونه دي٬په دبئي كښې د درېو هاؤسنګ سوسائټيو بشپړه تفصيل راغلې ده ووئېل ٬په لسو زرو كښې د 895 جائيدادونو فهرست جلا كړې شوې
متعلقہ مضامین
-
PTI has pushed country into an ‘economic abyss’
-
KP CM directs stoppage of unauthorized constructions at tourist spots
-
Pakistan raffirms support for Trans-Afghan Railway project
-
Pakistan Mountain Festival on Dec 11
-
Saqib Nisar audio tape: IHC demands AGP help on admissibility of petition
-
Intervention by UN into extrajudicial killings in IIOJK sought
-
Governor for reserved seats for expats in assemblies
-
Pakistan stands in solidarity with Palestinian people: FO
-
World Bank panning to dispatch humanitarian aid for Afghanistan
-
Govt should place NAB’s chairman name on ECL: Ahsan Iqbal
-
Pervez Elahi expresses reservations over Punjab Local Bodies Ordinance
-
Empowerment of women vital to progress of society: first lady