اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او څپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض په ځاې په بهرنۍ سرمايه كارۍ باور لري٬سعودي عربستان په پاكستان كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كولو له خوښي لري٬سعودي به په ګوادر كښې آئل ريفائنري لګوي٬حكومت سپيځلې احتساب سره مخ په وړاندې روان دے ٬په سباؤن كښې به د احتساب عمل لا تندولې شي٬د هېواد او قام پېسه پټوونكو له به حساب وركول وي٬اسحاق ډار چې د اولس كومه پېسه پټه كړې هغه به په هر صورت بېرته راوړلې شي او د پاكستان اولس هم دغه غواړي۔ده پنډ دادنخان٬كهيوړه او په جهلم كښې بېلو دستورو ته خطاب كولو۔وفاقي وزير د آئي سي آئي د اړخه د كهيوړه اولس له د څښكلو پاكو اوبو وركولو له د وركړو جرنېټرو٬ د سپيريئر كالج پنډ دادنخان پرانسته هم وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان لپاره يو لويې زيرې دا هم دے چې د تحريك انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض اخستلو په ځاې په بهرنۍ سرمايه كارۍ زور راوړي۔ وفاقې وزير ووئېل د وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې نه پس د سعودي حكومت اعلٰی كچ پلاوې پاكستان ته د سرمايه كارۍ په غرض راغلې او په ډېرو څانګو كښې سرمايه كارۍ له هغوي سره خبرې شوي
متعلقہ مضامین
-
CPNE asks PML-N to apologise for ‘unfair’ ad policy
-
Trader abducted in Lahore
-
Shahbaz Sharif wants legal action taken against police implicated in the Daska by-election scandal
-
Sindh a safe haven for fertilizer hoarders
-
No commercial use of cantt land in future, SC assured
-
India engaged in hatching conspiracies against peace
-
RSS chief’s statement of ‘undoing partition’ reflects India’s expansionist designs: Afridi
-
IIOJK turned into military garrison: JKEM
-
KP CM inducts two more SACMs into cabinet
-
Senator Palwasha Khan escapes in dacoity attempt in Lahore
-
Sec 144 imposed as demolition of Nasla Tower goes on
-
In two weeks, PM Imran Khan will inaugurate the Green Line Bus Project: Umar Asad