ملګري ملتونه 16 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې سلامتي كونسل قراردادونه چې پكښې كشميريانو ته د ھغوي د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوې له مخې د كشمير كشالې هواري نه غېر به د ملګرو ملتونو د نوآبادياتي نظام د خاتمې اېجنډا نامكمله وي۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلۍ خاص كمېټۍ لمبر 4 ته خپلې وېنا كښې كړې۔ دې ووئيل تر څو چې كشميريانو سره شوې لوظونه نه وي ترسره شوې تر ھغې به دا مسئله د ملګرو ملتونو د تل ناكامۍ مسئله وي۔ دې ووئيل هند په كشمير كښې په لكهونو عسكر په ځائ كوي چا چې د ېرې ترهګرۍ او جبر لړۍ روانه ساتلې ده او د كشميريانو د خپلواكۍ حق د پښو لاندې كولو لپاره هندي امنيتي ځواكونو د تشدد بدترينه لاره خپله كړې ۔ ډاكټر ملیحه لودھي ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر ادارې خپل اوسني راپور كښې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو تصديق كړې دې۔
متعلقہ مضامین
-
1100 kites confiscated, nine sellers held
-
Zaidi gives seven-day ultimatum to Sindh govt for withdrawal of LG law
-
PTI govt promoting literature, art and culture: Fawad Ch
-
Steep rise in Covid cases sets alarm bells ringing
-
PNS ALAMGIR visits Tanzania, establishes free medical camp
-
CM Balochistan gives approval to establish environmental laboratory
-
CCPO takes notice of cop’s death
-
Minorities’ delegation calls on LHC CJ
-
Two private members bills smoothly sail through Senate
-
PM hails Putin for taking stand against blasphemy
-
FCCI, KCCI sign MoU
-
IED blast hits Jaffar Express in Sibi, 2 injured