اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني وئېلي دي شهباز شريف عمران خان نه بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستلې شوي قرض حساب دې وركړی شي۔د خبريال سهيل قاتلان به د قانون منګولو ته زر وسپارلې شي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت به د خبريالانو تحفظ كوي٬خبريالان زمونږ اثاثه ده ٬پھ هري پور كښې د خبريال د وژنې سخته غندنه كوو٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هم د دې پېښې نوټس اخستې٬پوليس پلټنې كوي چې آيا خبريال د ذاتي دښمنۍ يا د خبر په بنياد وژلې شوې٬پوليس د ټولو اړخونو جاج اخلي چې كله هم د تحقيقاتو نتيجې راشي قاتلان به د قانون منګولو ته سپارلې شي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر ووئيل شهباز شريف عمران خان نه دې نيولې بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬نېب آزاده او خپلواكه اداره ده٬په ده د وړاندې نه مقدمه روانه وه۔ ده ووئېل د شهباز شريف ګرفتاري د ټاكنو نه وړاندې كېدونكې وه خو د ټاكنو له امله وځنډېدله۔شهباز شريف چې په كوم ډول پھ ايوان كښې د خپل ځان بې ګناه ثابتولو هڅه كړې ښه به دا وه چې د نېب په فورم يې دا مقدمه وړاندې كړې وه۔ده ووئيل شهباز شريف په ايوان كښې چې څنګه د خشم څرګندونه كړې په كار وه چې په نېب كښې يې خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كړې و۔سپيكر ووئيل 95 اربه ډالره قرض عمران خان نه دې اخستې٬وړاندې حكومتونو اخستې ٬اوس به د هغې حساب وركول وي
متعلقہ مضامین
-
د بلين ټري سونامي پروژه كاميابه وه٬پروژه تر ټول هېواد پراخا كولو لپاره كار پېل شوې
-
وفاقي حكومت عام اولس ته اسانۍ وركولو لپاره د تېلو بيعې ټيټې كړې
-
د مسلم ليګ (ن) د پارلماني ګوند غونډه ٬ د لوكل ګورنمنټ نظام ختمولو په اعلان د كنونشن رابللو پرېكړه
-
عمران خان چې كوم باور په ما كړ د خپلو ټولو صلاحيتونه كارولو سره به د هغه په وژن عمل كوم
-
د برېښنا لوډشېډنګ لويه وجه ناوړه مشينري ده٬د مشينرۍ په بدلولو او رغونه به د 40 نه تر 50 اربه روپو لګښت راځي
-
پاكستان د پرمختګ په لار روانول زمونږ منشور دے٬د سوګند پورته كولو سره په دې عمل پېل شوې
-
پاکستان امریکې سره په شريك احترام او باور اډانه اړيكو استحكام له خوښي لري
-
د دفاعي پېداوار وفاقي وزېرې زبېدہ جلال هېوي انډسټريز ټېكسلا دوره
-
وزیراعظم عمران خان سره د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير وليدل
-
نوې ټاكلې شوې اولس مشر ډاكټر عارف علوي نن د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي
-
اولس مشر ډاکټر عارف علوي په 17م ستمبر د پارلمان شريكه غونډه راوبلله
-
د سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي پھ مشرۍ كښې د بحريه كمانډ اينډ سټاف كنفرنس اسلام آباد كښې اوشو