اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د تېرو حكومتونو د ناسموو پالېسو په سوب اولس ستونزو سره مخ دے ٬په دې كښې شك نشته چې قام د يو سخت وخت سره مخ دے خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬پاكستان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالرو زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ په ګډه د تللو پھ عزم عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ كاروباري ورورولۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د يونائيټډ بزنس ګروپ چيئرمېن او د سارك چېمبر آف كامرس سينئر دوهم صدر افتخار علي ملك په مشرۍ كښې ده سره وزيراعظم آفس كښې ملاقات كولو۔په دې موقع وزيراعظم ته د سپريم كورټ آف پاكستان او وزيراعظم ديامربهاشا او مومند بند فنډ لپاره د كاروباري ورورولۍ د اړخه د 9 كروړه 19 لكه روپو چېك وركړې شو۔كاروباري ورورولۍ د اړخه په چېك وړاندې كوونكو كښې د فېډرېشن آف پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري د پېنډۍ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د فېصل آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او د سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان٬د لاهور چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او نور نمائندګان شامل وو۔په دې موقع كاروباري ورورولۍ پلاوي عمران خان له باور وركړو چې د نوي پاكستان جوړولو په كمپائن كښې او سخت معاشي صورتحال مخ نيوي له به د حكومت ملګرتيا كولې شي٬پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د تېرو حكمرانانو غلطو پالېسو په سوب اولس ستونزو سره مخ دے٬په دې كښې شك نشته چې په قام يو سخت وخت راغلې خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬ ده ووئېل پاكستان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالر زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ سره په ګډه د تللو عزم باندې عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل نن حالت داسې راغلې چې د هېواد لويې لويې قامي ادارې په زيان روانې دي۔ده ووئيل تېرو حكومتونو چې د هېواد سره څه كړي هغسې دښمنان هم نه كوي٬ وزيراعظم ووئېل په هېواد كښې د وسائلو كمې نشته خو چې څنګه هېواد لوټ شوې د هغې مثال نه موندلې كېږي ۔ده ووئيل ډېر زر به په ټولو بحرانونو قابو وموندلې شي
متعلقہ مضامین
-
Excise recovers 15kg hashish in two actions
-
Abu Dhabi crown prince calls PM to condole lives lost in Lahore blast
-
BoP to raise Rs13b debt for Lucky Electric
-
Promises and perils of digitalization in Pakistan
-
Pakistan’s economy got 20 bln dollars from GSP plus status, says Governor
-
HBL PSL 7 begins tomorrow at Karachi stadium
-
India a terrorist country: Mashal
-
Pakistani, Indian forces exchange pleasantries at Wagah border
-
Civil-military huddle finalises agenda for PM’s China visit
-
Pakistani volunteer plays role in fighting COVID-19 in China
-
SKMCH&RC terms donation diversion allegations as baseless
-
PTI govt changed traditional concept of policing in KP: Ghani