نوښار 03 نومبر(اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير علامه نورالحق قادري وئېلي دي چې د مولانا سميع الحق شهادت نه يوازې پاكستان بلكې اسلامي امت لپاره لويه پیښه ده۔اسلامي امت د يو لويې استاد٬سياسي مشر٬مدرس او د ليكوال څخه محروم شوې۔ده ده تعليمات به سياسي او ديني حلقو لپاره تل د لارې مشال وي۔د پاكستان داسې كوم سياسي او ديني تحريك نه دې پاتې شوې چې پكښې مولانا سميع الحق موثره كردار نه وي ترسره كړې۔د مولانا سميع الحق زوي مولانا حامد الحق سره د غمرازۍ كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې نورالحق قادري ووئيل چې مولانا د ختم نبوت او د ناموس رسالت(ص)رښتينې داعي و٬د حديث استاد و٬دې منطقې او په خاص توګه په افغانستان كښې امن لپاره به د ده عملي كردار او هڅې ساتلې شي او تل به د ده كمې محسوس كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت به د دې لويې پېښې د هر اړخ تحقيقات كوي او د قتل تورن به انجام ته رسولې شي۔ده ووئيل چې مولانا سميع الحق د يو تحريك نوم دې۔ده ووئيل چې مولانا سميع الحق تل د حق او رښتيا ملګرتيا كړې او د ده د سلګونو كتابونو نه د دې معلومات ترلاسه كېږي۔مولانا سميع الحق د قرآن او حديث چې كوم تفسيرونه ليكلي دي خپل علم يې خپلو زده كونكو ته رسولې د دې مثال نشته۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي
متعلقہ مضامین
-
SBP (Amendment) Bill not part of hidden agenda: Aon Abbas
-
Pakistan continues battle against new wave of COVID-19
-
Kharian-Rawalpindi Motorway to open new avenues of development: Fawad
-
Corona SOPs violators to face stern action in Nawabshah
-
Haleem slams massive increase in exam fees in Sindh
-
Pakistan strongly condemns terrorist attack in Iraq
-
Islamabad United launches official song “Trophy Idhar Rakh”
-
Govt making all out efforts to facilitate expatriates
-
Commitment of uninterrupted power supply fulfilled: MD NTDC
-
Saudi interior minister to visit Pakistan on Feb 7
-
Pakistan and Turkey agree to boost bilateral cooperation
-
Fawad, Egyptian Envoy agree to open dubbing centres for dramas, films