اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر وئيلي دي د كشمير مسئله يوه سيمه ايزه شخړه نه ده بلكې د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے٬ کشمیر كښې د طاقت كارولو سره د آزادۍ تحریك د پښو لاندې كېدې نه شي او نه په دې مسئله د پاكستان اصولي موقف بدلېدې شي۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده كشمير سره د يوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې هر كال كشميريانو سره د يوالي ورځ لپاره د فرورۍ په 5مه نيټه د آزاد كشمير پشمول ټول دنيا كښې لمانځلې كېږي۔ د سوئيلي اسیاء او د كشمير مسئلې د سباٶن حواله وركولو سره سپيكر ووئيل سوئيلي اسيا ء كښې تر ھغه وخت د كوټلي امن خوب رښتيا كېدې نه شي تر څو چې هندي واكمند په مقبوضه وادۍ كښې د ظلم او جبر نه لاس ونه نيسي۔ ده په ملګرو ملتونو زور رواړو د كشمير په اړه خپل قراردادونه عملي كول باوري كړي۔ ده ووئيل حکومت او اولس به د كشميريانو د خپلواكۍ حق د هلو ځلو په هر فورم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Weeklong spring festival kicks off at NUML
-
PPP claims deal; MQM-P says it’s still ‘undecided’
-
Rs115m released for North Waziristan displaced persons
-
All allies to support govt on no-trust motion: Shafqat
-
At OIC-CFM, Pakistan to act as a bridge to promote Muslim unity: FM
-
Pakistan among top 10 countries affected by climate change: Report
-
Pakistan Army wants world to ‘probe’ Indian missile fiasco
-
Girl students fall ill after consuming tablets provided by health team
-
Terror bid foiled, arms and ammunition seized
-
Final arguments concludes in couple harassment case
-
Shahbaz Sharif badly exposed for suggesting creation of national govt: Rasheed