اسلام آباد ۔ 9 فروری (اے پی پی) الېکشن کمېشن آف پاكستان د پارلېمنټرینز لخوا د اثاثو تفصيلات جمع كولو په اړه قانون كښې د ځينو بدلونونو سپارښتنه كړې ده۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان وياند يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ووئيل الېکشن اېکټ 2017ء كښې د پارلېمنټرینز اثاثو او واجباتو سره د اړوندو چارو ترسره كولو په لړ كښې قانون كوم چې الېكشن كمېشن ته ددې د معطل كولو او بحال كولو اختيارات وركوي كښې څه كمۍ دي۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن اوس ددې قانون لا مؤثر كولو او خپل اداره جاتي كردار مضبوط جوړولو له د آئيني بدلون د سپارښتنې پرېكړه كړې ده چې ورسره به د پارلېمنټرين دا معاملې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل الېكشن کمېشن آف پاکستان به د پارلېمنټرېن معطلۍ دورانیه زياتولو سره د دې تر 6 مياشتو كولو سفارش كوي دغسې چې خپله معطلي د فرضي كارروائۍ په ځائې په جدي توګه واخستلې شي۔ وياند ووئيل پارلېمنټرین خپله معطلي جدي نه اخلي او د اثاثو جمع كولو يو ساعت كښې ننه بحال شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
Minister lays foundation stone of FST camp office
-
Ministers out to ‘control damage’ after PM’s diatribe against opp
-
PTI’s popularity graph growing: Khawar
-
Three Women Crisis Centers, Shelters houses working in Balochistan
-
Will follow law during no-trust vote: NA speaker
-
Shujaat ‘like a brother’ to PM: govt again approaches PML-Q
-
India reviews procedures after accidental firing of missile into Pakistan
-
CM condoles death of PTI social media activist Bilal Sahil
-
SHO Sargodha Road suspended
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
KP govt to provide Rs 2m to each family of Kocha Risaldar’s martyrs