اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان په بلنه نن د خالي په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره راځي۔ د وزيراعظم عمران خان او كابينې سينئر غړي به په هوائي مېدان د سعودي ولي عهد هركلې كوي۔ هغه ته به د 21 توپو سلامي كولې شي۔ د هغه دورې لپاره امنيت ټينګ كړې شوې ۔ دا به د هغه د پاكستان اولنۍ دوره وي۔ هغه سره به د شاهي كورنۍ غړو په شمول نوموړي كاروباري شخصيات او او د اعلی كچې پلاوې هم وي۔ د تفصيلات ترمخه هغه به اولس مشر ډاكټر عارف علوي٬ د وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد سره ملاقاتونه كوي۔ د پاكستان د سېنېټ يو پلاوې به هم ولي عهد سره ملاقات كوي۔ د سعودي ولي عهد سره راتلونكي وزيران به بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كولو له خپلو پاكستاني همڅنګو سره ملاقاتونه كوي۔ د دورې په مهال به د خزانې ٬ برېښنا ٬ داخلي سلامتيا ٬ كلتور او لوبو په شمول بېلو څانګو سره اړوندې يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك كولې شي۔ د سعودي ولي عهد دورې سره د مرستې ټولو څانګو له د دوه اړخيزه اړيكو د ودې امكان لرلې شي۔ وزیراعظم سره ملاقات نه ځانله وزيراعظم هاؤس كښې به د سعودي ولي عهد په درناوي كښې د مېلمستياﺀ دستوره كېږي۔ دغسې ايوان صدر كښې به هم د هغه مېلمستيا كولې شي۔ په سعودي پلاوي كښې به كاروباري شخصيات او د لويو كمپنيو مشران شامل وي او د دهغوي به پاكستان كښې كاروباري شخصياتو سره وركشاپونه او كنفرنسونه كوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ۔ دواړه هېوادونه د يو بل ستراتيجكي همكاران دي۔ دواړه يو بل سره په سياسي ٬ تهذيبي ٬ روحاني ٬ اقتصادي او تجارتي خپلولو تړلې دي۔ وزیراعظم عمران خان د منصب سنبالولو څخه وروستو په د تېر كال ستمبر مياشت كښې خپله اولنۍ سركاري دوره د سعودي عربستنان كړې وه چرته چې د ده تود هركلې شوې ؤ ۔ دغې څخه وروستو د اكتوبر په مياشت كښې وزيراعظم رياض كښې د سرمايه كارۍ كنفرنس كښې ګډون كړې ؤ ۔ په دې ورستيو ورځو كښې سعودي عربستان 3 اربه ډالره سټېټ بېنك آف پاكستان له وركړي چې مقصد ئې ادائيګو كښې توازن له د پاكستان مرسته كول دي۔ سعودی عربستان تر 3 اربه ډالرو تېل په درآمد كولو تر يو كال د وروستو ادائيګۍ آساني هم راكړې ۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ ګوادر كښې د سعودي عربستان لخوا په آئل ريفائنري جوړېدو هم خبره شوې او دا به د 10 اربه ډالرو سرمايه كاري وي۔ په دې لړ كښې هيله ده چې د سعودي ولي عهد دورې په مهال لوظنامې وكړې شي۔ سعودی عربستان د توان په څانګه كښې مهم همكار ګڼلې شي او د سعودي 25 كمپنۍ پاكستان كښې په فعاله توګه كار كوي۔ 350 پاکستانی سرمایه کار سعودی جنرل انوېسټمنټ اتھارټی سره رجسټرډ دي۔ پاكستاني اولس حرمېن شریفین سره ژور عقيدت او تړون لري دغسې د سعودي عربستان خاورې او اولس سره مينه لري۔ دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو او او آئي سي په شمول په ټولو نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كوي۔ سعودی عربستان د مالياتي مرستې سره سره د روغتيا ٬ تعليم ٬ انفراسټركچر او خېر ښېګړې په منصوبو كښې او د كال 2005ء زلزلې او د كال 2010-11 ء سېلاب نه وروستو هم سعودي عربستان د پاكستان مرسته كړې ده
متعلقہ مضامین
-
ECP fines PM Khan Rs50,000 for breaking poll code during Dir rally
-
Betraying legislators to lose respect in eyes of masses: Fawad
-
Compensation amount distributed among disaster affected people
-
SED to get tax free-status under Gwadar Master Plan
-
One devotee dies, 95 sustain injuries as bus overturns
-
Govt submits reference for interpretation of Article 63(A) in SC
-
Pakistan Sports Festival 2022 concludes
-
OIC session an opportunity to address humanitarian situation in Afghanistan
-
Shehbaz to be party’s nominee for PM’s slot, says Maryam
-
Man dies, two women sustain injuries in road mishap
-
CS directs to ensure price control of food items in Ramazan
-
Niazi Medical and Dental College Sargodha celebrates nutrition month 2022