اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) د خارجه پالیسۍ پوهانو د وزیراعظم د واشنګټن اوسنۍ دورې سره د پاك امريكې په اړيكو د پېشرفت هركلي كولو سره وئيلي دي چې افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار تسلیم كړې شوې او د کشمیر پحقله د مودي دښمنې په ډاګه شوې۔ د خارجه پاليسۍ پوهانو د شورو په ورځ پاليسي انسټي ټيوټ كښې د پاك امريكې اړيكو پحقله دوېمې غونډې ته وېنا كوله۔ امریکا كښې د پاکستان پخواني سفیر اشرف جهانګیر قاضي ووئيل د وزیراعظم عمران خان دورې د پاك امريكې اړيكو كښې خوشبينه پېل كړې دې كه د اولس مشر ټرمپ توقعات ترسره نه شول نو وړاندې مسئلې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل يوه اندېښنه دا هم ده چې په مقبوضه كشمير كښې “جعلي فېلګ آپرېشن” هم كېدې شي د كومو تور چې په پاكستان لګولو سره د دورې ترلاسه مقاصد ختمېدې شي۔ د سنټر فار ستراتېژك سټډيز اېګزیکټو ډائریکټر علي سرور نقوي ووئيل د وزیراعظم عمران خان اوسنې دورې سره به د پاك امريكې اړيكې وده ومومي خو په راتلونكو ورځو كښې به د دورې په مهال د روغې جوړې حقيقي نتيجې واضحه شي۔ پروفېسر ډاکټر مجیب افضل ووئيل د وزیراعظم دورې سره به پاکستان لپاره د امريكې په رويه كښې مثبت بدلون راشي ٬ او د دې نه علاوه افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار تسلیم كړې شوې او د کشمیر پحقله د مودي دښمني پھ ډاګه شوې
متعلقہ مضامین
-
MNAs hold PTI responsible for economic crisis, inflation
-
Winder dam to irrigate 10k acre land in Balochistan
-
Food authority seizes substandard spices
-
PPP wins Sindh’s first phase of LG polls with 2,189 seats
-
Pakistan braces for another potential Covid-19 wave
-
PTI defeats ANP in PK-7 Swat by-election
-
PACF’s mission to assist quake-hit Afghan people continues
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
China comes out to offer support to Pakistan
-
Registration for PM’s life-saving CPR training programme opens
-
PML-N to win by-elections with public support: minister
-
PHIMC signs agreement on health facility program