اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير برېګيډئر (ر) اعجاز احمد شاه وئيلي دې د قاچاق مخنيوې باوري كولو لپاره د عدم برداشت پاليسي وضعه كوٶ۔ د نهې په ورځ په داخله وزارت كښې د قاچاق مخنيوي پحقله د غونډې مشري كولو سره داخله وزير ووئيل قاچاق پاكستان ته رامخې ته شوې سنګينه مسئله ده او د دې خاتمې لپاره چې كومې كمېټۍ جوړې شوې د ھغې بنيادي مقصد د دې لعنت خاتمه ده۔ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير هم ګډون كولو۔ د وزيراعظم په امر جوړه كړې د انټي سمګلنګ سټيرنګ کمېټۍ دوېمه غونډه د داخله وزير او د سمندري چارو وزير په مشرۍ كښې وشوه۔ څلورو واړو ذيلي كمېټو د ټي او آرز پحقله جامع اېكشن پلانز جمع كړو۔ داخله وزير په دې موقع د خېرانتيا څرګندونه كولو سره ووئيل د هېواد معيشت ته د زيان رسولو باوجود د تېرو 70 كالو راهسې دا معامله نظر انداز كړې شوې۔ داخله وزير صوبائي او وفاقي اېجنسو ته د سمندري بېړو او كشتو مانيټرنګ نظام او د فشريز برآمدات تر يو اربه ډالرو رسولو لپاره د مرستې په حاجت زور رواړو۔ كمېټۍ د کسټمز او بارډر فورس ترمېنځه مرستياله زياتولو او په پوله ايزو سيمو كښې جديد نظام لګولو هم سلا وكړه۔ اعجاز احمد شاه ووئيل قاچاق به په هېڅ ډول نه برداشت كوٶ مونږ له دا مسئله ختمول دي۔ د دې نه وړاندې داخله سېكتر كسټمز ٬ د وسله والو ځواكونو او د قانون نافذ كوونكو اېجنستو ترمېنځه د کوآرډينېشن مېکنزم پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Cholistan to have 110 more schools
-
FDE Islamabad declares 5th, 8th class scholarship results
-
Pakistan mulls plan to import oil from Russia
-
Govt urged to bring non-filers, tax evaders into tax net
-
Inflation rises to 21.3pc in June, highest in over 13 years
-
Police killed notorious gangster involved in over 500 cases: IGP
-
Covid positivity reaches 4%; four more lose lives
-
PM Shehbaz pledges to increase ties with US at all levels
-
Covid19: Pakistan reports 4.61pc positivity ratio, NIH
-
Election is the only solution amidst crisis, says Shireen Mazari
-
Timely arrival, departure of trains on Eid must be ensured: Saad
-
IHC grants protective bail to PML-N’s former MPA