اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير صدر سردار مسعود خان د هندي وزيراعظم نرېندر مودي پشمول د مقبوضه كشمير په اولس ظلم كوونكي نور خلق مخاطب كولو سره وئيلي دي چې دومره ظلم وكړئ چې څومره برادشت كولې شئ، پاكستان د الله په مشيت او مرضې وجود ته راغلے، په هره ممكنه طريقه به د دې دفاع كوو، هند يو مصنوعي رياست دے، مونږ لوظ كوو چې اهل پاكستان به كشميريانو سره ولاړ وي او دوي ته به د خپلواكې حق ترلاسه كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د جماعت اسلامي تر سيوري لاندې كشمير كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د آزاد جمو كشمير صدر ووئيل چې مونږ سره د سياسي اختلافاتو د كشمير په مسئله ټول يو موټې يو او د دې څرګندونه به د فرورې پھ پنځمه نېټه وكړې شي، د ټول هېواد اولس به پېغام وركوي چې پاكستانې قوم د كشميريانو په شا ولاړ دے او د دې اتحاد نتيجه به د كشمير د آزادې او د هندو توا نظرئې د ختمېدو په صورت كښې راوځي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
76 cases of ‘enforced disappearances’ disposed of in September
-
Senior Indian diplomat summoned to register Pakistan’s strong protest over Ceasefire Violations by India
-
‘Insulting’ cartoon of Meghan Markle and Prince Harry draw criticism
-
PML-N flexes its muscles in its own backyard today
-
Two terrorists killed, one arrested in North Waziristan
-
Siraj declares PPP, PML-N a ‘gang’ of ruling PTI
-
Zardari indicted in Park Lane, Thatta Water Supply references
-
First-ever computer-based admission tests conclude at top Pakistani university
-
Opposition has no moral ground to launch anti-govt movement: Shibli
-
Court orders Suleman Shahbaz be declared an absconder
-
LHC gives Buzdar ‘last chance’ to appoint Dr Iqrar as UAF VC