اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د سر شمېرې په بنيادي فرېم ورك به كار د 6 نه تر 8 اوونيو بشپړ كړے شي او په ستمبر يا اكتوبر كښې به د نوې سر شمېرې كار پېل شيِ كوم به چې تر مارچ 2023 سر ته رسولے شي۔ سر شمېره د ټول ټاكنو بنياد ګرځي او كه د كال 2023 ټاكنې د نوې سر شمېرې له مخې ونه كړې شوې نو د وړو صوبو نمائندګي به كمه شي۔ د شريكې ګټې كونسل غونډې نه وروستو اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د سر شمېرې په حقله د كابينې كمېټي هم جوړه كړې شوې كومې چې خپل سفارشات ترتيب كړي ۔ هغه ووئيل ضمني ټاكنې پخوانو حلقه بنديو او سر شمېرې سره كېدې شي خو د ځائي حكومتونو ټاكنه به د نوې سر شمېرې په بنياد كولې شي او دې كښې عدليه هم ډېره خوښي لري۔ وفاقی وزیر ووئيل كه د كال 2023 ټول ټاكنو نه وړاندې د شمېرې په اړه حتمي پرېكړه ونه كړې شوه نو د آئینی بدلون استثنیٰ ختمېدو له كبله به راروانې ټاكنې كال 1998 كښې د شوې سر شمېرې په بنياد كېږي چې په نتيجه كښی به ئې اسمبلۍ كښې د درېو واړو صوبو نمائندګي كمه شي او د پنجاب نمائندګي به زياته شي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د سر شمېرې په بنيادي فرېم ورك به كار د 6 نه تر 8 اوونيو بشپړ كړے شي او په ستمبر يا اكتوبر كښې به د نوې سر شمېرې كار پېل شيِ كوم به چې تر مارچ 2023 سر ته ورسولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په سر شمېره كښې به ټېكنالوجي او د ملګرو ملتونو پرنسپلز كارولې شي۔ د يوې پوښتنی په ځواب كښې هغه ووئيل راروانې شمېره كښې به د هېواد ټول ٬ صوبائي حكومتونه او سول سوسائټي په اعتماد كښې اخلؤ۔ هغه ووئيل قامي يووالے ډیر ښه څيز دے نن چې د سندھ اعلی وزير كومه پرېكړه كړې دا د هغه آئيني حق دے۔ په دې مهال د پلاننګ سېكرټري هم په مردم شمارۍ رڼا واچوله
متعلقہ مضامین
-
Pakistan reiterates support to regional connectivity for a stable Afghanistan
-
Pakistan condemns missile attack at Saudi Aramco station
-
Pakistan’s textile demand reaches at its highest
-
ISPR ex-DG Asif Ghafoor, five others promoted to lieutenant general’s rank
-
Internship programme in Punjab Police soon
-
Prime Minister Imran Khan is committed to the cause of Kashmiris: Ambassador Munir Akram
-
OIC Foreign Ministers decide to hold the 48th CFM Session in Islamabad in 2021: FO
-
UNAIDS and UNFPA launch the fourth annual progress report of the Global HIV Prevention Coalition
-
Polio immunization drive continues across country
-
PSM employees’ protest leads to cancellation of several trains
-
Govt’s Ehsaas Kafaalat Policy to benefit two million families with special persons: PM
-
Capitalizing the potential of PWDs to encourage them to be socially productive: NA Speaker