اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي د اعلي ٰ تعليم وده د هېواد د پرمختګ ذريعه ده، د صوبو په مشاورت د تعليم بجټ كښې د زياتوالي اراده لرو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د اعليٰ تعليم ودي په اړه يوه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د وزير اعظم ټاسك فورس چيئرمېن پروفيسر ډاكټر عطا الرحمان، د لوړو ودكړو لنډ مهاله چيئرمېن انجينئر فاروق بزائي، ايګزيكټو ډائريكټر ايچ اي سي ډاكټر شائسته سهيل، چيئرمېن نيا ټيل راشد خان، چيف ايګزيكټو آفيسر ټيلي تعليم اسد كريم او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔د وزيراعظم ټاسك فورس چيئرمين پروفيسر ډاكټر عطا الرحمان غونډي له د اعلي تعليم ودي لپاره ايچ اي سي ته پكار وسائل او د ټيكنالوجي استعمال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډي ته د اعلي تعليم لپاره وسائل زياتولو له تجاويز هم وركړے شول۔وزيراعظم ووئيل د اعلي تعليم وده د پرمختګ ذريعه ده۔پرمختللي هېوادونه د خپلې جي ډي پي زياته برخه په تعليم خرڅ كوي چې له امله ئې هغه هېوادونه نور هم سوكاله طېږي۔اعلي تعليم لپاره مالي وسائلو زياتولو په لړ كښې وزير اعظم د تعليم وفاقي وزير ته سپارښتنه وكړه چې د منصوبه بندۍ وفاقي وزارت او د خزاني وفاقي وزارت ، تعليم او د خزانې صوبائي وزارتونو سره په سمدستي توګه مشاورت وكړي چې پكښې اعليٰ تعليم لپاره د وسائلو زياتولو نشاندهي وكړي او په يوه اوونۍ كښې سفارشات وړاندي كړي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبائي حكومتونو په مشاورت سره راروان مالي كال بجټ كښې د اعليٰ تعليم لپاره د بېلو شوو روپو زياتولو اراده لري
متعلقہ مضامین
-
Gymkhana lift 11th Royal Palm Team trophy
-
Sindh LG Minister Nasir Shah gives Fire Safety Awards to 43 companies
-
Shafqat stresses nation to foil enemies narrative through unity
-
Time for dialogue with PTI govt is over: Bilawal
-
Radio Schools help to continue regular education during COVID-19
-
President to chair meeting on national measures for women rights’ protection on Wednesday
-
EPA audit unearths fake working of private labs
-
Function held to celebrate Christmas in Peshawar
-
10 terrorists killed in intelligence-based operation in Awaran: ISPR
-
Indian Charge d’affaires Summoned to register Pakistan’s Strong Protest over Ceasefire Violations by India: FO
-
Anti-Modi alliance sweeps local elections in Occupied Kashmir
-
IG Punjab chairs a meeting on performance of Regional Monitoring Units