اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي امريكا سره پراخا بنياد لرونكې ستراتيجيكي همكارۍ ته وده وركول غواړؤ۔ دا خبره هغه د امريكائي ايوان نمائندګان آسيا كمېټۍ مشرتابه سره نيويارك كښې د وډيو لنك ملاقات په مهال وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير ملګرو ملتونو كښې د مصروف پاتے كېدو په مهال آسيائي ،پسېفک او عدم خپرولو سره د اړوندې ذېلي كمېټۍ مشر اېمی بیرا او اعلی غړي سټیون شابټ سره رابطه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل امريكا سره پراخا بنياد لرونكې ستراتيجيكي همكارۍ ته وده وركول غواړؤ كومه به چې د دوه اړخيزه او سيمه ايزو اړخونو اعتبار سره د شريكو ګټو ودې سبب وګرځي۔ خارجه وزير د سيمه ايزو رابطو ودې له د دوه اړخيزه تجارت او معاشي مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو۔ خارجه وزير د افغانستان مسئلې سولييز او سياسي حل لپاره د پاكستان هڅې په ډاګه كولو سره ووئيل افغانستان كښې امن د ټولو افغان ډلو او كليدي نړيوالو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ د كانګريس غړو اېمي بيرا او سټيون شابټ د حالاتو نه په خبرولو د خارجه وزير مننه وكړه۔ د كانګريس غړو سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان د قدر وړ هڅې وستائلې۔ غړو د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطو اړيكو په ځائې كولو كښې د پاكستاني امريكائي كميونټۍ كردار هم ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Compensation will be sought from PDM for damaging cultural heritage: Dr. Fridous
-
APS attack united Pakistan to fight terrorism
-
Good news for UMT students
-
Robber makes away with Rs1.8mn after looting ATM in Karachi
-
105 more Covid-19 patients die in highest daily death toll since end-June
-
TikToker Kashif Zameer arrested in Lahore
-
NAB gets 4 weeks to wrap up asset probe against Chaudhrys
-
PTCL & Ufone CEO Rashid passes away after prolonged illness
-
Britain lauds Pak army’s role in regional peace
-
Severe cold grips Pakistan as dense fog persists in Punjab
-
K-Electric requests consumers’ understanding as it conducts annual preventive maintenance
-
Pakistan becomes 3rd highest recipient of study permits in Canada