اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او چين قيادت د سي پېك له مخې د روانو منصوبو په وخت د بشپړولو عزم لري٬ خاص اقتصادي زونز كښې د بهرنيو سرمايه كارو پام راګرځولو لپاره د خاص مراعاتو وړاندېز كوٶ ۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ وفاقي وزير سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د پاك چين د كامياب سفارتي اړيكو د اويا كاله تر سره كېدو دستورو پشمول په سي پېك كښې په پېشرفت او د سيمه ايزې سلامتيا په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د چين سفير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اويا كالو د سفارتي اړيكو پحقله دستورو كښې په بشپړه مرسته د خارجه وزير مننه وكړه ۔ خارجه وزير ووئيل د سي پېك له مخې جوړېدونكې خاص اقتصادي زونز به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې ټوله منطقې لپاره د پرمختګ سبب جوړ شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ په دغه خاص اقتصادي زونز كښې د بهرنيو سرمايه كارو پام راګرځولو لپاره د خاص مراعاتو وړاندېز كوٶ۔ خارجه وزير د كرونا په ضد جنګ او د واكسين په وركولو د چين د معاونت ستائنه كولو سره د چين د قيادت مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
7 security personnel martyred in in Balochistan terrorist attack
-
Pakistan rejects Modi’s claims about ‘democracy’ in Kashmir
-
Govt prepares legislation against child abuse as KPCSW ready to start work in KP
-
Sherry slams govt’s decision to shift PIA’s headquarters to Islamabad
-
Buzdar hopes for more prosperity, development for Pakistan in 2021
-
Coronavirus: ‘smart lockdown’ imposed in three areas of Karachi’s District Central
-
Pakistan, China deepen cooperation to promote CPEC’S expansion
-
All is about a well and child
-
Armed men kill 11 coal miners at Machh, Balochistan
-
TikTok Ban: PIC orders PTA to provide information to the citizen
-
Uncip Kashmir resolution 1949 still awaits implementation
-
Meeting mulls anti-encroachment drive in Karachi