اسلام آباد۔02جولائی(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام سره د ګلګت بلتستان د كر كېلې وزير كاظم مېسم ملاقات كړے ۔ د جمعې په ورځ شوي ملاقات كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق خصوصي مرستيال جمشيد اقبال چيمه او د ګلګت بلتستان د زراعت سېكرټري هم موجود ؤ۔ وفاقی وزیر سيد فخر امام ووئيل زمونږ وزارت به ګلګت بلتستان ته آسانۍ وركولو له ټول ګامونه پورته كوي۔ د كركېلې وزير وفاقي وزير ته ووئيل د زراعت څانګې پراختيا او تحقيق په لړ كښې 4 كاله مودې له د 3.75 اربه روپو ګرانټ وركړے شوے۔ د منصوبو توثيق وفاقي وزارت كړے۔ وفاقي وزير ووئيل دا اولنۍ موقعه ده چې حكومت په جوش او جذبه د كركيلې څانګې ودې له هڅې كوي۔ ۔وفاقی وزیر ووئيل ګلګت بلتستان كښې د زراعت پرمختګ له د نامياتي چېري او خوبانۍ ماركيټ هدف ټاكلے كېدے شي۔ د جے آئی سی اے يوې سروې له مخې جوړ كړی شوي 3.5 لکه ټن چېري كښی 30 نه تر 40 فیصده ضائع كېږي۔ د خوبانۍ ټول 20 لکھه ټن پېداوار كښې نزدې 40 فيصده ضائع كېږي۔ د پېدا كېدونكي شهتوت 80 فيصده ضائع كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دګلګت بلتستان كركيلې څانګه ټاكلو له ماركيټنګ او سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ د سېب مختلف قسمونه وي۔ ګلګت بلتستان كښې نزدې 9 لکه ټن سېب پېدا كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د نامياتي كركيلې بايد ډاډګيرنه وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Pandemic Nurturing Nationalism in the Divided World
-
Punjab to monitor marts to facilitate people: Firdous
-
Senator A. Rehman Malik demands judicial commission to probe into Machh tragedy
-
Haleem Adil tipped as new leader of opposition in Sindh
-
Hazara coal miners laid to rest, PM Imran leaves for Quetta
-
MoHR took multiple steps for PWDs’ solace in 2020
-
102 cases against fertilizer dealers for overcharging in 2020
-
PPP’s Nawaz Khokhar laid to rest
-
Steps afoot to provide traders business-friendly environment: President
-
ONWARDS ON PATH OF PROGRESS
-
Shaukat Khanum — Pakistan’s Fight Against Cancer Amidst a Pandemic
-
Naval submarines conduct missile, torpedo firing drill