اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب د ميرمنو فن كارو کردار کشي کونكو عناصرو غندنه وكړه ، بدتميزي، بدتهذيبي او کردار کشۍ ناوړه كمپائن خپرونكو بايد د ټولي ټولني د اړخه غندنه وكړې شي، يواځي د خپلو مياندو ، خوياندو د عزت فکر او د پاتي نړۍ د ميرمنو عزت نه کونكي عناصر ذهني ناروغه دي،د رايو اختلاف كونكو ته سپكي توري وئيل، د مياندو ، خوياندو او لوڼو عزت نه کول ، په كورونو بريد كول او هراساں کول ” د كورني تربيت“علامات وي۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل فن كار د هېواد اثاثه او د پاکستان پهچان دې، ناروغه ذهن په دې بريد كوي۔دې ووئيل فنکار په ټولنه كښې د خپل محنت سره مقام ترلاسه كوي، هغوي د ستونزو سره مخ كيدو سره د مقبوليت مقام ته رسي۔ دې ووئيل ميرمني كه سياست، صحافت، فن يا څه بله څانګه كښې كوم مقام ترلاسه كړي نو د هغې کردار کشي پيل كړې شي،د ميرمنو په ضد دا بدنما كمپائن يواځي د ميرمن په وجه چلولې كېږي۔دې ووئيل د ميرمنو د محنت، جدوجهد او صلاحيتونو اعتراف او احترام کولو په ځائې كردار كشي د شرم وړ عمل دې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa
-
Police officers of three provinces reshuffled
-
Video contest on 70-year of Pak-China diplomatic ties enters next stage
-
Indiscriminate crackdown against land grabbers to continue: CM
-
PRCS donates 200,000 COVID vaccines to GoP
-
Two-day Digital Youth Summit 2021 from Nov 13 : minister
-
Govt to continue working with allies for people’s welfare: Buzdar
-
Punjab Police teams mobilized to curb anti-environment activities causing smog
-
Control inflation or go home: Bilawal to PM
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
IDF report reveals 33m diabetic patients in Pakistan: PANAH
-
PDM to take issue with govt’s ‘controversial’ bills