اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) 26 مې د وزارتي كونسل غونډه كښې ګډون كوي كومه چې د روانې مياشتې په 23 او 24 مه نېټه د ازبكستان په پلازمينه تاشقند كښې كېږي۔ د كنفرنس تھيم”د تړون پياوړې كولو كال“ دے۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د وزارتي كونسل غونډې ته خطاب كوي او په دې موقعه به د غړو هېوادونو وزيرانو او نورو استازو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ کونسل آف منسټرز د اقتصادی مرستې تنظیم پالیسی ساز فورم دے كوم چې د تنظيم د پرېكړو او كلن ورك پلان منظوري وركوي۔ د سي او اېم 25 مه غونډه د كال 2021 په نومبر مياشت كښې اشك آباد تركمانستان كښې شوې وه۔ پاکستان د اي سي او مؤسس غړي په حېث مواصلاتو ٬ تجارت ٬ كلتور او تړون ته خاص پام ګرځولو سره سره سيمه ايزې مرستې ته د ودې وركولو عزم هم لري۔
متعلقہ مضامین
-
Taliban demand release of Afghan assets in a letter to US congress
-
DG ISI pays farewell call on FM
-
Social Welfare Department to open another ‘Panahgah’ at Nishtar hospital
-
NA speaker bans PPP MNA from assembly session
-
Pakistan look to keep World Cup momentum in Bangladesh T20s
-
NA speaker bans PPP MNA from assembly session
-
China, Pakistan sign MoU in training medical and engineer personnel
-
WorldCall, Akhuwat join hands to set up Blockchain Centre of Excellence
-
Tahir Ashrafi pledges discrimination-free society for minorities
-
Need for dialogue on ecological governance urged
-
EVMs to ensure transparent in elections: Gill
-
Indian Punjab CM visits Kartarpur